د فلسطین اولس مشر محمود عباس په درناوي كښې وزيراعظم هاٶس كښې دستوره د پاك پوځ يوې ډلې د فلسطين اولس مشر ته سلامي وړاندې كړه د وزیراعظم محمد نوازشریف او فلسطین اولس مشر محمود عباس ترمېنځه يو په يو ملاقات ٬ د پلاوي په كچه خبرې اترې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 31جنوری2016ء) د فلسطین اولس مشر محمود عباس په درناوي كښې په وزيراعظم هاٶس كښې د نهې په ورځ په باضابطه توګه دستوره وشوه څوك چې تېره شپه د پاكستان په دوره اسلام آباد ته رارسېدلے ؤ۔ وزیراعظم محمد نواز شریف د وزيراعظم هاٶس په مركزي دروازه د ګران مېلمه تود هركلے وكړو او د پاك پوځ يوې چټك ډلې د فلسطين اولس مشر ته سلامي وړاندې كړه٬ په دې موقع د دواړو هېوادونو قامي سرودونه هم وغږول شول۔

اولس مشر محمود عباس د ګارډ آف آنر معائنه وكړه او د دې نه پس وزیراعظم محمد نواز شریف د خپلې كابينې غړي فلسطيني اولس مشر سره معرفي كړل او محمود عباس خپل پلاوې وزيراوعظم سره معرفي كړو۔ دې نه پس د وزیراعظم محمد نوازشریف او فلسطین اولس مشر محمود عباس ترمېنځه يو په يو ملاقات او وروستو د پلاوي په كچه خبرې اترې وشوې۔(ص ف/وا/ګ ل/1649)