پاکستان به د فلسطین مسئلې ملاتړ روان ساتي٬ نړيوال ورورولي دې د فلسطين مسئلې هوارولو له خپل كردار ولوبوي٬ د مسئلې د هواري نه غېر منطقه كښې امن نه شي راتلې۔

د وزيراعظم محمود نواز شريف د فلسطين اولس مشر محمود عباس سره د ګډې خبري كنفرنس د مقبوضه کشمیر په كشاله د پاكستان د دريځ ملاتړ كوٶ٬ بايد د كشمير كشاله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې هواره كړې شي ۔ محمودعباس

پاکستان به د فلسطین مسئلې ملاتړ روان ساتي٬ نړيوال ورورولي دې د فلسطين مسئلې هوارولو له خپل كردار ولوبوي٬ د مسئلې د هواري نه غېر منطقه كښې امن نه شي راتلې۔ 
د وزيراعظم محمود نواز شريف د فلسطين اولس مشر محمود عباس سره د ګډې خبري كنفرنس د مقبوضه کشمیر په كشاله د پاكستان د دريځ ملاتړ كوٶ٬ بايد د كشمير كشاله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې هواره كړې شي ۔ محمودعباس

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 31جنوری2016ء) وزیراعظم محمد نوازشریف د فلسطین مسئلې ملاتړ روان ساتلو له د پاكستان د عزم پخلي كولو سره په نړيواله ورورولۍ زور رواړې چې ھغوي دې د فلسطين مسئلې هواري له خپل مهم كردار ولوبوي ولې چې د دې مسئلې د هواري نه غېر منطقه كښې امن راتلې نه شي راتلې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې د فلسطين اولس مشر محمود عباس سره د ګډې خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔

دې څخه وړاندې د دواړو مشرانو ترمېنځه يو په يو ملاقات وشو او وروستو د پلاوي په كچه خبرې اترې هم وشوې۔ وزیراعظم محمد نواز شریف د فلسطین اولس مشر سره ملاقات ګټور ګرځولو سره وئيلي دي چې پاكستان به فلسطين سره خپله مرسته روانه ساتي۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان فلسطیني سيمو څخه د اسرائیل آبادكارۍ د انخلاء ملاتړ كوي۔ ده ووئيل مېنځني ختيز كښې امن لپاره د هلو ځلو به مرسته كوٶ۔

په دې موقع د فلسطین اولس مشر محمود عباس ووئيل وزیراعظم محمد نوازشریف سره په ملاقات ډېر خوشحاله شوې يم۔ د ملاقات په مهال په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم تفصيلي خبرې وشوې۔ وزیراعظم محمد نوازشریف د اسرائیلی ظلمونو او د مقبوضه سيمو صورتحال نه هم خبر كړې شو۔ ده ووئيل چې د ملاقات په مهال منطقه كښې د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ په معامله هم خبرې وشوې۔

ده ووئيل پاکستان مېلمستيا لپاره منلې شوې هېواد دے ٬ مونږ تعليم او نورو څانګو كښې د پاكستان مننه كوٶ ،د فلسطین زده كوٶنكي د پاكستان تعليمي ادارو څخه استفاده كوي۔ محمود عباس فلسطین لپاره په مرسته او ملاتړ روان ساتلو د وزیراعظم مننه كولو سره ووئيل چې مونږ اسلام آباد كښې د فلسطين سفارت په جوړولو هم مننه كوٶ۔ د منطقې صورتحال ذكر كولو سره ده ووئيل د مقبوضه کشمیر په كشاله د پاكستان د دريځ ملاتړ كوٶ٬ بايد د كشمير كشاله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې هواره كړې شي۔ ده ووئيل مونږ د كشمير كشالې هواري له د پاكستان او هند د مذاكراتو پلوي يو۔د فلسطین اولس مشر محمود عباس پاکستان او اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔(ص ف/وا/ګ ل/1649)