اوګرا د ټاكلې بيعې نه په زياته د اېل پي جي د خرڅون نوټس واخست۔ د 200 نه زياتو كمپنيو ته شوكاز نوټس

اوګرا د ټاكلې بيعې نه په زياته د اېل پي جي د خرڅون نوټس واخست۔ د 200  نه زياتو كمپنيو ته شوكاز نوټس

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 03جنوری 2019ء) اوګرا هېواد كښې له ټاكلې بيعې نه په زياته بيعه د اېل پي جي د خرڅون نوټس اخستې دې او په دې لړ كښې ئې د 200 نه زياتو كمپنيو ته شوكاز نوټس جاري كړې۔ د اوګرا وياند ترمخه اېل پي جي د ټاكلې بيعې نه په زيات نرخ د خرڅوونكو به ضد به سخته كارروائي كولې شي۔ اوګرا د كارروائۍ په مهال د كومې كمپنۍ لائسنس منسوخ كولې هم شي۔ بلخوا صوبائي حكومتونو په ټاكلې بيعه عملدرآمد باوري كولو له خپلې ډلې هم جوړې كړې كومې چې د ټاكلې بيعې نه په زياته بيعه د اېل پي جي خرڅوونكو په ضد د كارروائۍ كولو ذمه وارې دي۔