پېښور پوهنتون لپاره د جوړې كړې قائمه كمېټۍ راپور به ډېر زر اعلٰې وزير ته وړاندې كړې شي۔ سلطان محمد

پېښور پوهنتون لپاره د جوړې كړې قائمه كمېټۍ راپور به ډېر زر اعلٰې وزير ته وړاندې كړې شي۔ سلطان محمد

پېښور (پاکستان پوائنٹ نیوز 03جنوری 2019ء) د خېبر پښتونخوا د قانون وزیر سلطان محمد خان پېښور پوهنتون لپاره د جوړې كړې د پارلمان پلټنيزې كمېټۍ د پائې غونډې مشري كولو سره ووئيل پېښور پوهنتون لپاره د جوړې كړې قائمه كمېټۍ راپور به ډېر زر اعلٰې وزير ته وړاندې كړې شي۔ په غونډه كښې د پارلماني تحقيقاتي كمېټۍ غړو خپل تجويزونه هم وړاندې كړې ۔ د كمېټۍ چیئرمېن سلطان خان ووئيل تعليمي ادارې زمونږ نرسرۍ دي چرته چې ماشومانو ته تعليم وركولې شي او مونږ د هر ھغه فعل غندنه كوٶ چې ورسره زمونږ تعليمي ادارې بدنامېږي۔ په دې موقع د كمېټۍ غړو ته ووئيل شول ستاسو د تجويزونو په رڼا كښې به حتمي راپور اعلٰې وزير ته ډېر زر وړاندې كړې شي۔