موجودہ حکومت مالیاتی تحفظ له زيات جدي دے۔ د وزيراعظم كلين اېنډ ګرين پاكستان پروګرام په دې حقله يوه مهمه منصوبه ده۔ په دې لړ كښې به د صوبائي او ځائي حكومتونو په شمول د ټولو همكارانو باور ترلاسه كولې شي۔

د وزيراعظم د موسمياتي بدلون صلاحكارملك امين اسلم پخوانۍ پارلمانې غړې آسيه ناصر سره ملاقات كښې خبرې

موجودہ حکومت مالیاتی تحفظ له زيات جدي دے۔ د وزيراعظم كلين اېنډ ګرين پاكستان پروګرام په دې حقله يوه مهمه منصوبه ده۔  په دې لړ كښې به د صوبائي او ځائي حكومتونو په شمول د ټولو همكارانو باور ترلاسه كولې شي۔
د وزيراعظم د موسمياتي بدلون صلاحكارملك امين اسلم پخوانۍ پارلمانې غړې آسيه ناصر سره ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 03جنوری 2019ء) د وزيراعظم د موسمياتي بدلون صلاحكارملك امين اسلم وئيلي دي موجودہ حکومت د مالیاتی تحفظ په حقله زيات جدي دے۔ د وزيراعظم كلين اېنډ ګرين پاكستان پروګرام په دې اړه يوه مهمه منصوبه ده۔ په دې لړ كښې به د صوبائي او ځائي حكومتونو په شمول د ټولو همكارانو باور ترلاسه كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د بلوچستان پخوانۍ پارلمانې غړې آسيه ناصر سره د زيارت په ورځ ملاقات كښې وكړه۔

ملک امین اسلم ملاقات كښې آسيه ناصر ماحولیاتی تحفظ او د سالډ وېسټ مېنجمنټ په اړه د پورته كړو ګامونو نه خبر كړه۔ ملک امین اسلم ووئيل موجوده حكومت د ماحولياتي تحفظ په اړه ډېر جدي دے او د وزیراعظم کلین ګرین پاکستان كمپائن د ماحولياتو تحفظ له شعور په اولس كښې بېدارولو له يو مهم پراجېكټ دے۔ ده ووئيل په دې لړ كښې به اولس په لويه كچه متحرك كولو له د صوبائي او ځائي حكومتونو په شمول د ټولو همكارانو باور ترلاسه كولې شي۔

ده ووئيل د موسمياتي بدلون وزارت د 10 بلینه ټری سونامی او ری چارج پاکستان په سرخط 3 پراجېكټونه پېل كړې ۔ پخوانۍ پارلماني غړې ده ته د كوپ 24 صدر په غوره كېدو مباركي وركولو سره ووئيل د كال 2016ء کوپ 21 كوم چې د فرانس پلازمينه پېرس كښې وشو په هغې كښې مې د مېرمنو څانګې مشري او د كلائمېټ چېنج كمېټۍ د يو مهمې غړې په حېث خپل فرض ترسره كړې۔ آسیه ناصر د خپل ښار كوئټې په اړه ووئيل د دغې ښار اولس د صفائۍ ډېر كم شعور لري چې لامله ئې د صفائۍ په كمپائن كښې مسئلې رامخې ته كېږي او مونږ له به په بېړني توګه اولس كښې د صفائۍ په اړه شعور بېدارول وي۔

آسیه ناصر وئيل بېلو هېوادونو كښې د پبلک پرائېوېټ پارټنرشپ ترسېوري لاندې د سالډ وېسټ ری سائیکلنګ كېږي چې ورسره روډ کارپېټنګ ، بلډنګ بلاکس ، د فټ پاتھ ټفټائلز او نور د كارولو وړ څيزونه ري سائيكلنګ كېږي۔