وزيراعظم عمران خان د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان په بلنه په دوه ورځنۍ دوره تركيې ته ورسېد

وزيراعظم عمران خان د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان په بلنه په دوه ورځنۍ  دوره تركيې ته ورسېد

قونيه (پاکستان پوائنٹ نیوز 03جنوری 2019ء) وزيراعظم عمران خان د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان په بلنه د زيارت په ورځ په دوه ورځنۍ سركاري دوره تركيې ته رسېدلې دے ۔د قونيه ګورنر٬د قونيه دوهم ميئر٬د پاكستان سفير او د سفارت چارواكو په هوائي مېدان د هغه هركلے وكړو۔د وزيراعظم چوكۍ سنبهالولو نه پس دا د وزيراعظم عمران خان د تركيې وړومبنۍ دوره ده۔

خارجه وزير شاه محمود قرېشي د خزانې وزير اسد عمر٬د منصوه بندۍ وزير مخدوم خسرو بختيار٬د تجارت لپاره د وزيراعظم سلاحكار عبدالرزاق داؤد او د اعلٰی كچ پلاوې هم د وزيراعظم سره ملګري دي۔وزيراعظم د خپل پلاوي سره د مولانا جلال الدين رومي د قبر زيارت وكړو ۔د خپلې دورې په مهال به هغه د تركيې اولس مشر سره د دواړو هېوادونو ترمينځه د شريكو اړيكو او په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه كوي۔په دې موقع به په سيمه ايز او نړيوال صورتحال هم خبرې اترې كوي۔وزيراعظم به سوداګرې ورورولۍ ته هم خطاب كوي۔