پېښور كښې د امنيتي ځواكونو په ګاړې بريد ، د يو اهلكار پشمول 5 تنه ژوبل شوي

پېښور كښې د امنيتي ځواكونو په ګاړې بريد ، د يو اهلكار پشمول 5 تنه ژوبل شوي

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 31جنوری2016ء) په پېښور كښې د امنيتي ځواكونو په ګاډي د بريد په نتيجه كښې د يو اهلكار پشمول 5 تنه ژوبل شوي دي۔ د نجی ټی وی چینل له مخې د نهې په ورځ د پېښور ناګمان سيمه كښې د سړك په غاړه په ځائ كړے شوے مائن هغه وخت وچاؤديدو كله چې د امنيتي ځواكونو ګاډې د هغه ځائ څخه تيريدو۔ د چاؤدنې له امله ګاډي ته هم زيان رسيدلې۔ د چاؤدنې په نتيجه كښې د يو اهلكار پشمول 5 كسان ژوبل شوي دي۔ د پولیسو له مخې ژوبل كسان نزدې روغتون ته رسول شوي دي۔(ص ف/م ع/1300)