قامي ژبه د اولس د يو والي ضمانت وي۔ وقار لرونكې قامونه ټول عمري د خپلې قامي ژبې ترييج كوونكې ښكاري ۔ اردو زمونږ قامي ٬ تاريخي او ادبي اثاثه ده۔ د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د اداره فروغ قومي زبان لخوا د وركړې بريفنګ په مهال د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 03جنوری 2019ء) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي قامي ژبه د اولس د يو والي ضمانت وي۔ وقار لرونكي قامونه ټول عمري د خپلې قامي ژبې ترويج كوونكي ښكاري ۔ اردو زمونږ قامي ٬ تاريخي او ادبي اثاثه ده او په هره څانګه كښې د دې نافذ كولو له به ټولې ممكنه هڅې كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د اداره فروغ قومي زبان لخوا د وركړې شوي بريفنګ په مهال وكړه۔

په دې مهال د قامي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن وفاقي وزير شفقت محمود هم موجود وو۔ اولس مشر ووئيل د اوسني وخت غوښتنو ترمخه انګليسي ژبه دې ضرور زده كړې شي ولې قامي ژبې بايد مخ په وړاندې بوتللې شي ۔ ده ووئيل بايد يو داسې توازن لرونكې تعليمي نظام وضعه كړې شي كوم چې قامي هيلو سره سمون خوړلو سره سره نړيوال او علمي حاجتونه هم تر نظره وساتي۔ اولس مشر په دې خبره زور راوړو چې ژبه د اولس پېژندګلو وي له دې كبله د خپلې قامي اردو ژبې پرمختګ او ترويج له د پاكستان هر وګړي له د خپلې برخې كردار ترسره كول پكار دي۔