عمران خان اوس عدالتی کارروائۍ څخه هم د پښو وېستلو هڅه كوي٬ د وزیراعظم محمد نواز شریف پارلمان ته تقریر او عدالت كښې موقف كښې هيڅ تضاد نشته،

يو څو ورځو كښې به نور حقیقت هم رامخې ته شي د پاکستان مسلم لیګ (ن) لارښود او د قامی اسمبلۍ غړي دانیال عزیز او مائزہ حمید میډیا سره خبرې

عمران خان اوس عدالتی کارروائۍ څخه هم د پښو وېستلو هڅه كوي٬ د وزیراعظم محمد نواز شریف پارلمان ته تقریر او عدالت كښې موقف كښې هيڅ تضاد نشته،
يو څو ورځو كښې به نور حقیقت هم رامخې ته شي د پاکستان مسلم لیګ (ن) لارښود او د قامی اسمبلۍ غړي دانیال عزیز او مائزہ حمید میډیا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 12جنوری2016ء) د پاکستان مسلم لیګ (ن) لارښود او د قامی اسمبلۍ غړي دانیال عزیز وئيلي دي عمران خان اوس عدالتی کارروائی څخه هم د پښو وېستلو هڅه كوي٬ د وزیراعظم محمد نواز شریف پارلمان ته تقریر او عدالت كښې موقف كښې هيڅ تضاد نشته ، يو څو ورځو كښې به نور حقیقت هم رامخې ته شي۔ د سپریم کورټ نه بهر ميډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل مختلف ادعا كونكي پی ټی آئی لپاره نن مهمه ورځ وه او نن د هغوي "سټپنی وکیل ۖ عدالت ته وړاندې نه شو۔

دانیال عزیز ووئيل په وړومبي ځل د پاکستان مسلم لیګ (ن) وکیل ته عدالت كښې د دلائل وركولو موقع ترلاسه شوه او هغوي حاضر نه شو ، د پی تی آئی د ماتې نښې رامخې ته كيدل پيل شوي۔ ده ووئيل دې نه وړاندې د پی ټی آئی لخوا تورونه لګولې كېدل چې ټاكنې غلا شوي خو په حقیقت كښې داسې نه وو او د پاکستان په تاریخ كښې په وړومبي ځل عدالت پرېكړه كولو سره وئيل چې هېڅ ډول ټګي نه ده شوې او عدالت ټول تورونه رد كړل۔

دانیال عزیز ووئيل د پی ټی آئی په خبرو كښې رښتيا نشته ، بيا بيا خپلو مقصدونو ترلاسه كولو لپاره دروغ وائي ، اولس ته د هغوي اصل مخ پھ ډاګه شوې۔دانیال عزیز ووئيل وزیر اعظم محمد نواز شریف بيا بيا وئيلي چې موڼږ د عمران خان د دهړكو ځواب وركولو مجاز نه يو خو بيا هم به ټول ثبوت په مناسب فورم وړاندې كولې شي۔ ده ووئيل د تورونو پېل كولو نه وړاندې وزیر اعظم د کمېشن جوړولو لپاره خط ليكلې وو او وزیراعظم د خپل ځان پشمول بچي عدالت ته احتساب له وړاندې كړي وو خو عمران خان اوس عدالتی کارروائی څخه هم د پښو وېستلو هڅه كوي۔

ده ووئيل نن د عدالت په وړاندې د هغه وكيل د وزیراعظم پارلمان ته كړې تقریر واورولو او هغه ووئيل دا تقریر د وزیراعظم د كورنۍ د کاروبار د تفصیل دے ،عدالت ته وړاندې كړې شوې ثبوت او پارلمان ته تقریر كښې هيڅ تضاد نشته ، د دې بيان نه پس د پی ټی آئی يوه يوه ادعا غلط ثابت شوې، ده ووئيل تحریك انصاف د سیاسی مقصدونو ترلاسه كولو لپاره د دروغو څخه كار اخلي او د کنټېنر د تورونو او عدالتی ثبوتونو څخه د هغه دروغ په ډاګه شوي۔په دې موقع د پاکستان مسلم لیګ (ن) لارښودې مائزہ حمید ووئيل مونږ خبره هم كړې او ثبوت هم وړاندې ګړې شوے۔ يوه خبره ثابت شوې چې پانامه پیپرز كښې د وزیراعظم نامه نشته۔ دې ووئيل عمران خان د حکومت په ښه کارکردګۍ خفه دے ځكه تورونه لګوي۔(ص ف/وا/ګ ل/1435