ګورنر مير غضنفر علي خان د ګورنر سعيد الزمان صديقي په مړينه غم رازي ښكاره كړه

ګورنر مير غضنفر علي خان د ګورنر سعيد الزمان صديقي په مړينه غم رازي ښكاره كړه

ګلګت(پاکستان نیوز پوائنٹ 12جنوری2016ء) د ګلګت بلتستان ګورنر مير غضنفر علي خان د سندھ ګورنر جسټس(ر)سعيد الزمان صديقي په مړينه غم رازي ښكاره كولو سره وئېلي دي ګورنر سعيد الزمان صديقي د پاكستان عظيمه اثاثه وه چا چې خپل ټول ژوند د اولس خذمت له تېر كړې ۔ جسټس سعيد الزمان صديقي سپريم كورټ كښې د خپلې وظيفې ترسره كولو په مهال د انصاف تر مخه پرېكړو كولو كښې مثال نه لرلو۔ د ګلګت بلتستان ګورنر ووئيل د جسټس(ر)سعيد الزمان صديقي د عدليې او قانون عملدارۍ لپاره خذمات به تل ياد ساتلې شي۔هغه دعا وكړه چې لوئې څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔(وا/ض ض/وس/1730)