د اسلام آباد سکولونو زده كوونكو له د وزیراعظم لخوا د 200 بسونو په ډالۍ د سيمې اولس له مبارکي وركوو ،عمران خان له هم مبارکي وركوو چې نن يوه بله فیته پرې شوه ،

سباؤن كښی به هم د اولس د خېر ښېګړې پروژو فیتې پرې كولې شي ،خان صاحب به د پانامه کېس نه پس څه كوي ځكه چې د هغه سياست ختمېږي،د عدالت نه بهر عدالت لګوونكې به مایوسی سره مخ كېږي او هغوي له به څه هم پھ لاس ور نشي، اوس هم وخت دے چې زدكړه وكړي او د خېبرپښتونخوا اولس سره شوي لوظونه تر سره كړي۔ د اطلاعات،خپرونو او قامی ورثې دوهمې وزيرې مریم اورنګزیب ميډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 11جنوری2016ء) د اطلاعات،خپرونو او قامی ورثې دوهمې وزيرې مریم اورنګزیب وئيلي دي د اسلام آباد سکولونو زدهكوونكو له د وزیراعظم لخوا د 200 بسونو په ډالۍ د سيمې اولس له مبارکي وركوو ،عمران خان له هم مبارکي وركوو چې نن يوه بله فیته پرې شوه ، سباؤن كښی به هم اولس له د خېر ښېګړې پروژو فیتې پرې كولې شي ،خان صاحب به د پانامه کېس نه پس څه كوي ځكه چې د هغه سياست ختمېږي،د عدالت نه بهر عدالت لګوونكې به مایوسی سره مخ كېږي او هغوي له به څه هم پھ لاس ور نشي، اوس هم وخت دے چې زدهكړه وكړي او د خېبرپښتونخوا اولس سره شوي لوظونه تره سره كړي۔

د شورو پھ ورځ ميډيا سره خپلو خبرو كښې دې ووئيل نن په عدالت كښې زمونږ وکيلانو دلائل وركول پيل كړي او عدالت له به ټول ثبوت او شواهد وركولې شي ځكه چې څنګ وزیراعظم وئيلي وو كله چې مستند فورم جوړ شي نو ټول دستاویزات به وړاندې كولې شي ، مريم اورنګزېب ووئېل خان صاحب چې كوم دستاويزات پارلیمان ته ښودلې وو او وئيلي ئې وو چې دا ثبوت دے ، هغه چرته دي ،اوس وائي چې پانامه يو اړخ ته كړئ او د وزیراعظم په تقریر خبره وكړئ۔

دوهمې وزيرې ووئيل د اسلام آباد وګړو له مبارکي وركوو وزیراعظم محمد نواز شریف په وړومبي ځل د وزیراعظم تعلیمی اصلاحات پروګرام ترمخه سکولونو له د 200 بسونو ډالۍ وركړې او دې سره زدهكوونكو له اسانۍ وركړې شوي۔ دوهمې وزيرې عمران خان ته ووئيل ’’ هغه له هم مبارکي وركوو چې نن يوه بله فیته پرې كړې شوه ‘‘ او راروان يو نيم كال كښې به نورې فیتې هم پرې كړې شي خو هغه به د پانامه پیپرز نه پس څه كوي۔ دې دعا اوكړه چې لوئې څښتن دې مونږ ټولو له د رښتيا وئيلو توفیق راكړي۔ مريم اورنګزېب ووئيل عمران خان سره اوس هم وخت شته ځكه چې هغه د خېبرپښتونخوا اولس سره كومې وعدې كړې وي او څه چې وكړل په درې نيمو كلونو كښې هغه به د اولس عدالت څخه بچ پاتې نشي۔(ص ف/ض ض/وس/2008)