صوابی ٬ سی پیك كښې خېبر پښتونخوا نظر انداز نه ده۔ احسن اقبال

د نورو صوبو غوندې کے پی كښې به هم انډسټریل زون جوړولې شي٬ګیم چینجر سی پیك پروژه د لاسو وېستو په صورت به نوې نسل مونږ ونه ېخښې۔ , د پوځي عدالتونو موده پراخا كولو لپاره به مخالفو ګوندونو سره مشاورت كولې شي ٬ د لوړو زدكړو كمېسون ته پام لرنې په سوب نن تعلیمی میدان كښی د ټولو نه وړاندې يو ٬ 1998ء كښې د سائنس او ټیکنالوجی 350 پی ایچ ډی په مقابل كښې نن د مسلم لیګ (ن) په دور كښې 7500 پی ایچ ډیز موجود دي۔ صوابی پوهنتون كښې دستورې ته وينا

صوابی ٬ سی پیك كښې خېبر پښتونخوا نظر انداز  نه ده۔ احسن اقبال 
د نورو صوبو غوندې کے پی كښې به هم انډسټریل زون جوړولې شي٬ګیم چینجر سی پیك پروژه د لاسو وېستو په صورت به نوې نسل مونږ ونه ېخښې۔
د پوځي عدالتونو موده  پراخا كولو لپاره به مخالفو ګوندونو سره مشاورت كولې شي ٬ د لوړو زدكړو كمېسون ته پام لرنې په سوب نن تعلیمی میدان كښی د ټولو نه وړاندې يو  ٬ 1998ء كښې د سائنس او ټیکنالوجی 350 پی ایچ ډی په مقابل كښې نن د مسلم لیګ (ن) په دور كښې 7500 پی ایچ ډیز موجود دي۔ صوابی پوهنتون كښې دستورې ته وينا

پېښور (پاکستان نیوز پوائنٹ 11جنوری2016ء) د پلاننګ اینډ ډویلپمنټ وفاقی وزیر او د پاکستان مسلم لیګ (ن) مرکزی لارښود احسن اقبال په ډاګه كړې چې د سی پیك پروژه كښې كوم ډول بدلون نه دې شوے بلکه اصلی لويديز روټ بحال دے ، لويديز روټ لپاره چې كومه منصوبه بندی شوي پھ هغې كښې کے پی کے هيڅ كله نه ده نظر انداز۔ د نورو صوبو غوندې دلته به هم انډسټریل زونز جوړولې شي او د سرکلر ریلوے ټریك غزولو پروژه هم پكښې شامله ده۔

د دې خیالاتو څرګندونه ده د صوابی پوهنتون بيلو بلاکونو پرانستې دستورې ته د خطاب په مهال وكړه۔ ده د اېم این اے عاقب اللہ سره د ایډ منسټرېشن ،ایګزا مینشن ، لیبارټریز او نور بلاکس پرانسته وكړه۔ احسن اقبال ووئيل تيره مياشت چین كښې چې د سی پیك پھ اړه كومه غونډه شوې وه په هغې كښې د کے پی کے وزیر اعلی پرویز خټك ګډون كړې ؤه په دغه غونډه كښې د سی پیك پھ اړه د خېبر پښتونخوا پشمول د ټولو صوبو تحفظات لرې كړې شوې وو خو د دې سره چې څوك هم تحفظات لري نو مونږ ئې مطمئن کولو له چمتو يو۔

ده ووئيل سی پیك پاکستان كښې د بدلون او پرمختګ لويه پروژه ده او كه دا موقع د لاسو وېستې شوه نو نوې نسل به مونږ چرې ونه بخښې۔ ده ووئيل د پی پی پی چیرمېن بلاول بھټو زرداری لخوا وړاندې كړې شوي څلورو غوښتنو كښې چې كومې جائز غوښتنې دي هغه به په ګډه حل كولې شي،ده ووئېل غوښتنې او احتجاج په هر دور كښې د اپوزیشن حق دے ٬ پی پی پی دې اول مرکز كښې د پاکستان مسلم لیګ (ن ) حکومت اومني ځكه چې مونږ کے پی کے كښې د پی ټی آئی او سندھ كښې د پی پی پی حکومتونه د زړه نه منلې دي۔

ده ووئيل پوځي عدالتونو پھ موده كښې پراختيا كول به د اپوزیشن مشاورت سره كولې شي۔ د پوځي عدالتونو جوړيدو سره تر ډيره حده پھ ترهه ګرۍ قابو موندلې شوې۔ احسن اقبال د صوابی پوهنتون لپاره د وفاقی حکومت لخوا د يو ارب روپو ګرانټ اعلان کولو سره ووئيل د افرادی قوت نه غير كوم هم هيواد معاشی پرمختګ نشي كولې نن دور كښې اعلیٰ تعلیم د ټولو ځوانانو بنیادی حق دے او حکومت به خپل دا وژن پوره كوي۔

ده ووئيل د اوسنې حکومت اقتدار كښې د راتللو نه پس تر ټولو زيات كار د لوړو زدهكړو په كمېسون كښې كړے چې له امله ئې نن هيواد تعلیم په اړه تر ټولو وړاندې دے او د دې ښكاره ثبوت دا دے چې٬ 1998ء كښې د سائنس او ټیکنالوجی 350 پی ایچ ډی په مقابل كښې نن د مسلم لیګ (ن) په دور كښې 7500 پی ایچ ډیز موجود دي۔ده ووئيل كه نن امریکا نړۍ كښې يو سُپر پاؤر دے نو هلته د موجودو پوهنتونونو پھ سوب دے٬ ده ووئيل پخوا د جنرل ایوب خان او مشرف او نورو حکومتونو كښې د امریکې سره زمونږ اړيكې ښې وي نو بيا هم هغه ځائې پوهنتونونو سره د افرادی قوت لپاره رابطه نه وه شوي او اقتدار كښې راتللو نه پس وزیر اعظم محمد نواز شریف امریکې سره د افرادی قوت لپاره د امریکې پوهنتونونو سره رابطه كړې او هلته د 10 زره پاکستانیانو پی ایچ ډیز په اړه لوظنامه هم لاس ليك شوي۔

ده ووئيل د مسلم لیګ (ن) حکومت به د هيواد ټولو ضلعو كښې يو يو پوهنتون جوړوي۔ ده ووئيل حکومت هيواد كښې معیشت ، انفراسټرکچر او د انرژۍ پېداوار زياتوي دغسې چې هيواد لا پرمختګ وكړي۔ (ص ف/ض ض/وس/2008)