د قامي شناختي كارډ ٬ډرائيونګ يا د وسلې لائسنس اجرا په اړه نادرا ته د حكومت لخوا كومه سپارښتنه نه ده شوې ۔د كورنيو چارو دوهم وزير انجينئر بليغ الرحمان سېنېټ كښې ځواب

د قامي شناختي كارډ ٬ډرائيونګ يا د وسلې لائسنس اجرا په اړه نادرا ته د حكومت لخوا كومه سپارښتنه نه ده شوې ۔د كورنيو چارو دوهم وزير انجينئر بليغ الرحمان سېنېټ كښې ځواب

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 11جنوری2016ء) د كورنيو چارو دوهم وزير انجينئر بليغ الرحمان وئېلي دي په قامي شناختي كارډ د ډرائيونګ يا د وسلې لائسنس اجرا په اړه نادرا ته د حكومت لخوا كوم احكامات نه دي ترلاسه شوې ۔د شورو په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پوښتنو دمې پھ مهال د سناتور اعظم سواتي د پوښتنې په ځواب كښې د كورنيو چارو دوهم وزير انجينئر بليغ الرحمان ووئيل نادرا د پاكستان يوه مستنده اداره ده۔ده ووئيل په پنجاب او سندھ كښې د وسلې لائسنسونو په اړه شمېره نادرا سره محفوظ ده۔ډرائيونګ لائسنس د يوې طريقې له مخې جاري كولې شي۔د جاري كړې شوو ډرائيونګ لائسنسونو په اړه نادرا شمېره نه لري۔(م ع/ض ض/وس/1934)