پاكستان د منطقې ټولو هېوادونو سره په امن باور لري٬پاك چين اقتصادي راهداري سيمه كښې د مواصلاتې رابطو او څوكالۍ لپاره زمونږ د هلو ځلو مېوه ده ۔

د وزيراعظم محمد نواز شريف د لوړی كچې غونډې ته وېنا غونډه كښې د خزانې وزير٬د كورنيو چارو وزير٬د پاك پوځ سرلښكر٬ ډي جي آئي اېس آئي٬سرتاج عزيز٬طارق فاطمي٬لېفټيننټ جنرل(ر)ناصر خان جنجوعه٬د وزيراعظم سېكتر او سينئر چارواكو ګډون كولود ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د قربانو مثبتې نتيجې رامخې ته شوي۔د ګډون كوونكو اتفاق

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 03جنوری2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف دا خبره په ډاګه كړې چې پاكستان د منطقې ټولو هېوادونو سره په امن اوسېدو باور لري او دوي سره دوه اړخيزه اړيكې قوي كول غواړي۔ده دا خبره د نهې په ورځ وزيراعظم هاؤس كښې د لوړې كچې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔غونډه كښې د پاكستان خپلو ګاونډيانو او تزويراتي همكارانو سره د اوسنو اړيكو جاج واخستې شو۔

غونډه كښې د خارجه اړيكو په حقله د بېلو چېلنجونو په ځواب د پالېسي وړاندېزونو هم جاج واخستلې شو۔د غونډې په مهال سيمه ايزې٬داخلي او د بهرنۍ سلامتيا اړوندو چارو ته خاص پام لرنه وكړې شوه ۔ګاونډيانو هېوادونو سره د دوه اړخيزو او ګڼ اړخيزو اړيكو ٬د سيمه ايز استحكام لپاره د سباؤن تږ لارې او منطقې څخه بهر هېوادونو سره د غوره اړيكو روانو ساتلو هم جاج واخستلې شو۔

ګډون كوونكي دې ته صلاح شول چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د پرله پسې هلو چلو او د ځاني او مالي ځانګړو قربانو غوره نتيجې رامخې ته شوي كومې چې په نړيواله توګه منلې شوي دي ۔وزيراعظم ووئيل په امن سره اوسېده٬ شريك احترام او په اقتصادي توګه مضبوطه منطقه زمونږ شريك مقصد پكار دے او مونږ له به دې مقصد ترلاسه كولو لپاره هڅې كول وي۔ده ووئيل دا هله ممكنه كېدې شي كله چې مونږ امن ٬ پرمختګ او څوكالي له د ژورې خوښۍ لرلو څرګندونه وكړو۔

وزيراعظم ووئيل پاك چين اقتصادي راهداري منطقه كښې مواصلاتي رابطو او د شريكې څوكالۍ لپاره زمونږ د وژن محور دے۔غونډه كښې د خزانې وزير اسحاق ډار٬د كورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان٬د پاك پوځ سرلښكر قمر جاوېد باجوه٬ ډي جي آئي اېس آئي نويد مختار٬د وزيراعظم خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز٬د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي٬ د قامي سلامتيا سلاحكار لېفټيننټ جنرل(ر)ناصر خان جنجوعه٬د وزيراعظم سېكتر او سينئرچارواكو ګډون كولو۔)وا/ض ض/وس/1706)