په موټروے "اېم ون" ټرافيكي پېښه٬ 4 كسان مړه٬ 8 ټپيان

په موټروے

پېښور (پاکستان نیوز پوائنٹ 03جنوری2016ء) مرادن څخه پېښور ته په موټروے (اېم ون) روان د مسافرو ګاډي اپوټه كېدو په نتيجه كښې 4 كسان مړه او 8 ژوبل شوي دي ۔ د موټروے چارواكو له مخې د مسافرو ګاډې د تند رفتارۍ له امله اپوټه شوې چې پكښې 4 كسا ن مړه او 8 ژوبل شوي دي ۔ ژوبل شوي كسان د پېښور لېډي ريډنګ روغتون ته رسولي شوي دي۔(م ع/ض ض/ګ ل/1541)