د اقتصادي راهدارۍ منصوبې سره به د ګلګت بلتستان په شمول ټوله منطقه كښې معاشي بدلون راشي۔ د ګلګت بلتستان قانون سازې اسمبلۍ دوهم سپيكر

د اقتصادي راهدارۍ منصوبې سره به د ګلګت بلتستان په شمول ټوله منطقه كښې معاشي بدلون راشي۔ د ګلګت بلتستان قانون سازې اسمبلۍ دوهم سپيكر

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 03جنوری2016ء) دګلګت بلتستان قانون سازې اسمبلۍ دوهم سپيكر جعفر الله خان وئيلي دي سي پیك سره به د ګلګت بلتستان پشمول ټوله منطقه كښې معاشي بدلون راشي۔د ابلاغ ذريعو ترمخه دوهم سپيكر ووئيل اقتصادي راهدارۍ لپاره د چين جوائنټ رابطه كمېتۍ غونډه كښې د ګلګت بلتستان او پاكستان لپاره د بېلو پاور پراجېكټونو منظوري وركړی شوې ده چې ورسره به د توان پھ كمي قابو موندلو له مرسته ترلاسه شي۔ده ووئيل پھ اقتصادي زون كار تندۍ سره روان دے او دې منصوبې سره به زلمو له د روزګار موقعې رامخې ته شي۔جعفر الله خان ووئيل پاك چين اقتصادي راهداري سره به د ګلګت بلتستان پشمول ټوله منطقه كښې د خوشحالۍ دور پیل شي او معاشي بدلون به راشي۔(وا/ض ض/وس/1737)