شهيدې بېنظيربهټو د ډيمو كراسۍ بحالولو لپاره هلې ځلې كړي او د خپل ځان قرباني يې وركړې٬

د سياسي لارښودې په حېث يې جمهوريت له جنګ كړې په كوم چې مونږ ټول وياړ لرو خو د هغې د كليزې په مهال چې څه ډول سياسي هڅه وكړی شوه هغه ډېره نامناسبه وه٬د بلاول بهټو پارلمان ته راتلل خوش آئيند دي خو د خپلې مور د سياسي ژوند نه ورله زده كړې ته اړتيا ده ٬د پيپلز ګوند د اړخه د شهيدې د وژونكو د نيولو غوښتنه خندنۍ ده٬په راتلونكو ټول ټاكنو كښې به اولس د كاركردګۍ په بنياد رائے وركوي۔د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب ټي وي سره خبرې

شهيدې بېنظيربهټو د ډيمو كراسۍ بحالولو لپاره هلې ځلې كړي او د خپل ځان قرباني يې وركړې٬
د سياسي لارښودې په حېث يې جمهوريت له جنګ كړې په كوم چې مونږ ټول وياړ لرو خو د هغې د كليزې په مهال چې څه ډول سياسي هڅه وكړی شوه هغه ډېره نامناسبه وه٬د بلاول بهټو پارلمان ته راتلل خوش آئيند دي خو د خپلې مور د سياسي ژوند نه ورله زده كړې ته اړتيا ده ٬د پيپلز ګوند د اړخه د شهيدې د وژونكو د نيولو غوښتنه خندنۍ ده٬په راتلونكو ټول ټاكنو كښې به اولس د كاركردګۍ په بنياد رائے وركوي۔د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب ټي وي سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 27دسمبر2016ء) د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب د پاكستان پيپلز ګوند شهيدې لارښودې محترمې بېنظيربهټو كليزې په مهال د عقيدت پېرزئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي شهيدې بېنظيربهټو د ډيمو كريسۍ بحالولو لپاره هلې ځلې كړي او د خپل ځان قرباني يې وركړې او د سياسي لارښودې په حېث يې جمهوريت لپاره جنګ كړې په كوم چې مونږ ټول وياړ لرو خو د هغې د كليزې په مهال چې څه ډول سياسي هڅه وكړی شوه هغه ډېره نامناسبه وه٬د بلاول بهټو پارلمان ته راتلل خوش آئيند دي خو د خپلې مور د سياسي ژوند نه زده كړې ته اړتيا لري٬د پيپلز ګوند د اړخه د شهيدې د وژونكو د نيولو غوښتنه خندنۍ ده٬په راتلوونكو ټول ټاكنو كښې به اولس د كاركردګۍ په بنياد رائے وركوي۔

دې د نهې پھ ورځ د بېلو ټي وي چينلو سره خبرې كولې۔د اطاعات ودهمې وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل د پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري او دوهم چيئرمېن آصف علي زرداري په پانامه سياست كوي٬پيپلز ګوند د شهيدې كليزې پھ مهال اولس خپلو سياسي مقاصدو له يوځاې كړو۔دې ووئيل د هغې د كليزې په مهال چې په اولسي غونډه كښې كوم مناظر رامخې ته وو چې پكښې ګډه ګانې كېدې او ډول غږېدو هغه غېر مناسب وو۔

دې ووئيل بېنظربهټو يو وژن لرونكې لارښوده وه٬د بېنظير بهټو د شهادت پلټنو په اړه مريم اونګزېب ووئيل نن د پيپلز ګوند مشران د پخوا خبرې كوي كومې چې خندنۍ دي۔دې ووئيل تر پېنځو كالو د دوي حكومت وو نو ولې ئې پلټنې ونه كړی٬كه دوي په خپل حكومت كښې يو كمېسون جوړ كړے ے نو يو رپورټ خو به رامخې ته شوې ؤ۔د اطلاعات وزيرې ووئيل دا د پيپلز ګوند او د دوي لارښودو لپاره يوه پوښتنه ده چې داسې ئې ولې ونه كړه؟ هغوي له پخپله د ځان نه تپوس كول پكار دي چې كه نور څه نه وو وژنوكي به يې پھ ګوته كړي وو۔

د بلاول بهټو زرداري پارلمان ته د راتللو پھ اړه د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل دا خبره د وخت نه وړاندې ده چې بلاول بهټو د يو سياسي لارښود په توګه راوړاندې كېدې شي۔دې ووئيل بلاول له د خپلې شهيدې مور د سياسي ژوند نه زده كړه پكار ده ځكه چې هغه يو لويه لارښوده وه او د هغې د ژوند نه ډېر څه زده كېدې شي۔دې ووئيل د بلاول بهټو پارلمان ته راتللو سره به ښه سياسي تربيه وشي٬د پيپلز ګوند د اړخه د سياسي لانګ مارچ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل د پيپلز ګوند اعلانونو سره د وخت نه وړاندې د ټول ټاكنو خبره شوې ۔

دې ووئيل ټول ټاكنو ته لا يو نيم كال شته٬پيپلز ګوند د لانګ مارچ اعلان كولو خو دا خبره څرګنده ده چې د پاكستان اولس د لانګ مارچ او دهرنو سياست رد كړې او دغسې يو بل سياسي ګوند د تېرو دريو كلونو نه د دهرنو او د لانګ مارچ سياست كوي څوك چې اوس مايوسه شوي۔مريم اورنګزېب ووئيل اوس چې به كومې ټول ټاكنې كېږي په هغې كښې به د كاركردګۍ په بنياد رائے وركولې شي٬پيپلز ګوند له پكار دي چې سندھ ته پام لرنه وكړي او په سندھ كښې كوم داسې درې كارونه وكړي چې ترې د دوي كاركردګي معلومېږي او په ټول ټاكنو كښې د كاركردګۍ په بنياد برخه واخلي۔

د يوې پوښتنې په ځواب مريم اورنګزېب ووئيل حكومت ځكه رېليف محسوسوي چې ښه كاركردګي ښائې۔د آصف علي زرداري د دې پوښتنې په ځواب چې ما سياست نواز شريف ته سپارلې وو د اطلاعات وزيرې خپل ځواب كښې ووئيل لوے څښتن وزيراعظم نواز شريف له په درېم ځل د وزيراعظم جوړېدو موقع وركړې او وزيراعظم د يو امانت پھ توګه خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔)ض ض/وس/2150)