د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار پھ مشرۍ كښې د قانون ريويو كمېټۍ غونډه وشوه

د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار پھ مشرۍ كښې د قانون ريويو كمېټۍ غونډه وشوه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 27دسمبر2016ء) د قانون ريويو كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښې وشوه۔د قانون او انصاف وزير زاهد حامد٬د انفارمېشن ټېكنالوجۍ دوهمې وزيرې انوشه رحمان٬د وزيراعظم د قانون خاص مرستيال ظفرالله خان٬اټارني جنرل اشتراوصاف علي او د وزيراعظم خاص مرستيال خواجه ظهر هم غونډه كښې ګډون كولو۔كمېټۍ د راتلونكې غونډې په مهال پارلمان كښې د وړاندې كولو لپاره د قانون سازۍ په تجويز غور وكړو او د نور قانون سازۍ په تجاويزو كوم چې دا مهال ډرافټ كېږي هم بحث وشو۔كمېټۍ تېرو ورځو كښې د ټاكنو اصلاحاتو په اړه په پارلماني كمېټۍ كښې د جمع كړې ډرافټ اليكشن بل 2017 او ډرافټ اليكشن رولز 2017 هم بحث وكړو۔)ض ض/وس/2151)