وزیراعظم محمد نواز شریف د 403 مېګاٶاټ چشمه 3 اتومي بحلي ګهر پرانسته وكړه،

د چين نېشنل نیوکلیئرکارپورېشن او پاکستان اټامك انرجي کمېسون په مرسته تر سره كړې شوو منصوبو څخه د برېښنا په كمي قابو موندلو له به مرسته ترلاسه شي ٬ چشمه 4 نیو کلیئر پاور منصوبه به په كال 2017 كښې بشپړه شي

وزیراعظم محمد نواز شریف د 403 مېګاٶاټ چشمه 3 اتومي بحلي ګهر پرانسته وكړه،
د چين نېشنل نیوکلیئرکارپورېشن او پاکستان اټامك انرجي کمېسون په مرسته تر سره كړې شوو منصوبو څخه د برېښنا په كمي قابو موندلو له به مرسته ترلاسه شي ٬  چشمه 4 نیو کلیئر پاور منصوبه به په كال 2017 كښې بشپړه شي

چشمه (پاکستان نیوز پوائنٹ 28دسمبر2016ء) وزیراعظم محمد نواز شریف د شورو په ورځ د 403 مېګاٶاټ چشمه 3 اتومي بحلي ګهر پرانسته كړې ده ۔ په دې موقع د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف دوهم وزير عابد شېر علي ، د وزیراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز او د پاكستان اتومي توان كمېسون چيئرمېن محمد نعیم هم موجود وو۔ دې څخه وړاندې کنټرول روم كښې وزیراعظم ته پلانټ منېجر ریاض خالق انصاري برېفنګ وركړو۔

وزیراعظم ته ووئيل شول دا منصوبه د چين نېشنل نیوکلیئرکارپورېشن او پاکستان اټامك انرجي کمېسون په مرسته تر سره كړې شوې چې له مخې به ئې د برېښنا په كمي قابو موندلو له مرسته ترلاسه شي۔ د چشمه ون او ټو پراجېكټ كامياب آپرېشن نه پس دا درېمه منصوبه ده ٬ چشمه فور نیو کلیئر پاور منصوبه به په كال 2017 كښې ترسره كړې شي او دغسې د كراچۍ نيوكليئر پاور پروژې كے 2 او 3 څخه به تر كال 2030 په قامي ګرېډ كښې 8800 مېګاٶاټ برېښنا زياته شي كوم چې د پاكستان اټامك انرجي كمېسون له د مېنځنۍ مودې هدف دے ۔

د پاكستان نيوكليئر رېګولېټري اتهارټۍ د چشمه تهري پشمول د ټولو منصوبو منظوري وركړې كومې چې د نړيوال اتومي اېجنسۍ لوظنامې د اتومي معيار له مخې دي ۔ چشمه تھري پاور پلانټ د پاك چین شريكې مرستې يو مهم ګام دے او دې سره به صنعتي او تجارتي څانګو ته د توان وركولو د لارې د هېواد مجموعي اقتصادي پرمختګ له هم مرسته ترلاسه شي ۔ وزیراعظم محمد نواز شریف د تختۍ مخ كتنې د منصوبې په رسمي توګه پرانسته وكړه۔ په دې موقع د هېواد سلامتيا٬ پرمختګ او سوكالۍ له دعا هم وكړې شوه۔(وا/ض ض/ګ ل/1255)