اسلام آباد كښې په سوالګرو ماشومانو قابو موندلو او د هغوي مناسب تعليم لپاره دې ګامونه پورته كړې شي۔سېنېټ كښې قرارداد منظور كړې شو

اسلام آباد كښې په سوالګرو ماشومانو قابو موندلو او د هغوي مناسب تعليم لپاره دې ګامونه پورته كړې شي۔سېنېټ كښې قرارداد منظور كړې شو

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔25 جولائی۔2016) سېنېټ د يو قرارداد منظوري وركړې چې پكښې حكومت ته وئېلې شوي چې اسلام آباد كښې د سوالګرو ماشومانو په زياته شوې شمېره قابو موندلو او د هغوي مناسب تعليم له دې كامونه بورته كړی شي دغسې دوهم وزير انجينئر بليغ الرحمان ووئيل په اسلام آباد كښې د سوالګرو په ضد كاروائۍ له 2 سكواډه كار كوي۔د سوالګرو په ضد 58 مقدمې كړې جوړ شوې٬ 208 ماشومانې ايدهي هوم ته لېږلې شوي۔

د ګل په ورځ د سېنېټ غونډې په مهال سناتور چوهدري تنوير خان قرارداد وړاندې كړو چې دا ايوان سفارش كوي چې حكومت دې په اسلام آباد كښې د سوالګرو ماشومانو په زياته شوې شمېره قابو موندلو او د هغوي مناسب تعليم لپاره اقدامات وكړي۔ده ووئيل په جي نائن كښې په يوه ودانۍ كښې لس٬ دولس سوالګري ماشومان ساتلې شوي خو دا اقدامات كافي نه دي او وداني هم مناسب نه ده۔

ده ووئېل په ماشومانو د سوال كولو په شا يوه مافيا شته ۔د كومې په ضد جې كاروائۍ ته اړتيا ده ٬ ده ووئېل حكومت دې په دې اړه مناسب اقدامات وكړي۔سناتور اعظم سواتي ووئيل دا مهمه معامله ده دا دې كمېټۍ ته ولېږلې شي۔دوهم وزير انجينئر بليغ الرحمان ووئيل د كال 2013 نه پس داخله وزارت يو سپېشل سكواډ جوړ كړی كوم ته چې ذمه واري وركړې شوې چې د سوالګرو په ضد كاروائي وكړي٬تراوسه دوه زره سوالګري نيولې شوي٬ 208 ماشومان ايدهي هوم ته لېږلې شوي۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل دا وخت دا معامله كمېټۍ ته نه لېږو۔ 26 جولائي 2016 به په ټول ايوان مشتمله كمېټي د ټولنې د محرومو طبقو په اړه بحث كوي۔ډ هغې نه پس به خپل سفارشات وړاندې كوي۔۔(ص ف/ض ض/وس /2201)