د مسلم ليګ(ن)حكومت زر تر زره سړي سر شمېرې كولو له لوظي دے٬حكومت د سړي سر شمېرې اهميت نه خبر دے

٬ د سړي سر شمېرې كولو او د كارمندانو تحفظ له به د پاك پوځ نه مرسته اخستلې شي ۔د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار د پاكستانشماريات ادارې او يونائټډ نېشنز پاپولېشنز فنډ اشتراك سره نړيوال كنفرنس ته خطاب

د مسلم ليګ(ن)حكومت زر تر زره سړي سر شمېرې كولو له لوظي دے٬حكومت د سړي سر شمېرې اهميت نه خبر دے 
٬ د سړي سر شمېرې كولو او د كارمندانو تحفظ له به د پاك پوځ نه مرسته اخستلې شي ۔د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار د پاكستانشماريات ادارې او يونائټډ نېشنز پاپولېشنز فنډ اشتراك سره نړيوال كنفرنس ته خطاب

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔25 جولائی۔2016) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئېلي دي د مسلم ليګ(ن)حكومت زر تر زره سړي سر شمېرې كولو له لوظي دے۔د ګل په ورځ د پاكستان د شماريات ادارې او يونائټډ نېشنز پاپولېشنز فنډ شريك اشتراك سره نړيوال كنفرنس ته ده خطاب كښې ووئيل حكومت د سړي سر شمېرې اهميت نه خبر دے او په سپيځلې ډول سړي سر شمېرې ته اړتيا ده٬سړي سر شمېرې او په دې عمل كښې د بوښتو كارمندانو تحفظ له به د پاك پوځ څخه مرسته ترلاسه كولې شي۔

ده ووئيل د شماريات ادارې دې عمل له ټول انتظامات بشپړ كړي۔ده ووئيل د مسلم ليګ(ن)حكومت په 1998 كښې سړي سر شمېره كړې وه كومه چې ټولو شراكتدارو قبوله كړې وه۔په دې مهال حكومت ځينو چېلنجونو سره هم مخ وو۔د خزانې وزير ووئيل شپږمې سړي سر شمېرې له به هم د 1998 په ماډل عمل كولې شي او په سپيځلې ډول دې عمل له به د پاك پوځ خذمات هم ترلاسه كولې شي۔ د هېواد په اقتصادي وضعه خپلو خبرو كښې د خزانې وزير ووئيل د مسلم ليګ(ن)حكومت هغه وخت اقتدار سنبهال تر لاسه كړے ؤ كله چې د هېواد معيشت كمزورې و۔

ده ووئيل تېر مالي كال 16-2015 په مهال 4.71 فيصده شرح نمو ترلاسه شوې۔ده ووئيل د افراط زر كچه درې فيصده ده كومه چې د هېواد د تاريخ تر ټولو لاندې ده۔ده ووئيل د ټېكس محصولات 16 فيصده زيات شوي دغسې د زرمبادلې پنګې 6 ارب ډالره نه 23.8 ارب ډالره ته رسېدلې۔د دې نه پس مېډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل د الېكشن كميسون غړيو غوره كولو له حكومت او مخالفې ډلې پارلماني كمېټۍ له 24 نامې لېږلې وې۔كمېټي به د خپلې پريكړې نه وزيراعظم خبروي او په دې لړ كښې به زر تر زره نوټيفيكېشن جاري كړې شي۔(ص ف/ض ض/وس /2201)