وفاقي روغتونونو كښې معياري خذمات لپاره دې سمدستي ګامونه پورته كړې شي۔د سېنېټ قرارداد

وفاقي روغتونونو كښې معياري خذمات لپاره دې سمدستي ګامونه پورته كړې شي۔د سېنېټ قرارداد

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔25 جولائی۔2016) سېنېټ د يو قرارداد د لارې وفاقي سركاري روغتونونو كښې د معياري خذماتو وركولو لپاره په سمدستي توګه د ګامونو پورته كولو غوښتنه كړې ده ۔د ګل په ورځ د سېنېټ غونډې په مهال سناتور كرنل(ر)طاهر حسېن مشهدي قرارداد وړاندې كړو چې دا ايوان سفارش كوي چې حكومت دې په وفاقي سركاري روغتونونو كښې رنځورانو له معياري خذمات وركولو لپاره ګامونه پورته كړي۔ دغسېحكومت د قرارداد مخالفت ونه كړو۔د سېنېټ چيئرمېن په قرارداد د ټول ايوان رائې ترلاسه كړي او سېنېټ په يوه خله د قرارداد منظوري وركړه۔۔(ص ف/ض ض/وس /2201)