د حكومت غوره اقداماتو په اړه راډيو پاكستان اولس ته پھ زړه پورې ډول خبرونه وړاندې كوي

د بشري وسائلو تربيه۔ , د راډيو پاكستان او د اطلاعاتو وزارت نورو ادارو له جديده ټېكنالوجي وركولو ته حكومت پام لرنه كوي۔د اطلاعات٬خپرونو او د قامي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب د راډيو پاكستان تږ په موقع خبرې

د حكومت غوره اقداماتو په اړه راډيو پاكستان  اولس ته پھ زړه پورې ډول خبرونه وړاندې كوي
د بشري وسائلو تربيه۔
د راډيو پاكستان او د اطلاعاتو وزارت نورو ادارو له جديده  ټېكنالوجي وركولو ته حكومت پام لرنه كوي۔د اطلاعات٬خپرونو او د قامي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب د راډيو پاكستان تږ په موقع خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 10نومبر2016ء) د اطلاعات٬خپرونو او د قامي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي راډيو لرې پرتو سيمو ته د اطلاعاتو رسولو موثره ذريعه ده٬د حكومت د ښه پالېسو په سوب ترهه ګري كمه شوې٬د توان پروژې او په موټروېز كار پېل شوے ٬ لوډشېډنګ كم شوے او د نورو مثبتو اقداماتو په اړه د راډيو پاكستان د لارې اولس ته پھ په زړه پورې ډول خبرونه وركړی كيږي۔

د اطلاعات تر رسنې پھ ايكټ كار بشپړ شوې او منظورۍ له به ډېر زر پارلمان ته وړاندې كړی شي۔دې د راډيو پاكستان دورې پھ موقع د خبرونو او حالات حاضره نيغ په نيغه پروګرام كښې ګډون او د اعلٰی كچ غونډې ته خطاب كولو۔دوهمې وزيرې د راديو پاكستان جنرل نيوز روم٬وېب ډسك٬صوات القران چينل او د بېا بېلو سټوډيوز او نېشنل براډ كاسټنګ هاؤس د بېلو څانګو څارنه وكړه۔

په دې مهال دوهمې وزيرې ته د ټولو څانګو د كار نوعيت په اړه هم بريفنګ وركړی شو۔دوهمې وزيرې ووئيل د راډيو پاكستان پليټ فارم پھ داخلي او خارجي كچه د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته كولو كارېدې شي او دې مقصد ترلاسه كولو له د بشري وسائلو تربيه٬د راډيو پاكستان او د اطلاعاتو وزارت نورو ادارو له جديدې ټېكنالوجي وركولو ته حكومت پام لرنه كوي۔دې ووئيل كلي والو سيمو ته د رسنو لپاره دا اداره د هېواد په اړه مثبت پېشرفت رامخې ته كولو له بشپړ كار كوي ۔

دې اقدام سره د ځوانانو مايوسۍ ختمولو له هم مرسته تر لاسه كېږي۔د برېښنا لوډشېډنګ كمول او د ځوانانو لپاره د وزيراعظم پروګرام پېل كولو ذكر سره دې ووئيل د راډيو پاكستان د لارې اولس د داسې مثبتو اقداماتو په حقله خبرېدې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل زه اولس د حكومت د اړخه د ښېګړو او پرمختيائي پروګرامونو څخه خبرولو لپاره به راډيو پاكستان ته راځم ۔

دې د راډيو پاكستان چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې د راډيو پاكستان پخپلو پښو اودرولو له بزنس پلان ترتيب كړي۔دې ووئيل راډيو ښه فنكاران او سندرغاړي پیدا كړي او مونږ له به د راډيو روايات په ځاې ساتلو له هڅې كول وي۔دې ووئېل د راډيو پروګرام لا ښه كولو ته اړتيا ده ۔په دې موقع د راډيو پاكستان ډائرېكټر جنرل خورشيد ملك د اطلاعات وزيرې ته د ادارې د بېلو څانګو په اړه بريفنګ وركړو۔دوهمې وزيرې د نيوز٬كرنټ آفيئرز او نورو پروګرامونو ښه كولو سپارښتنه هم وكړه۔