د دفاع وزير سره د تركمانستان د قامي سلاميتا پلاوي وليدل

پاکستان ترکمانستان سره د دفاع پشمول بېلا بېلې مرستې زياتول غواري۔خواجه محمد آصف , ترکمانستان د افغانستا ن د لارې پاکستان كښې د رېل لائن ٬ د سړكونو جال او د برېښنا وركولو منصوبې پېل كولو له خوښي لري۔ بردیف یلم یګمیروچ

د دفاع وزير سره د تركمانستان د قامي سلاميتا پلاوي وليدل
پاکستان ترکمانستان سره د دفاع پشمول بېلا بېلې مرستې زياتول غواري۔خواجه محمد آصف 
ترکمانستان  د افغانستا ن د لارې پاکستان كښې د رېل لائن ٬ د سړكونو جال او د برېښنا وركولو منصوبې پېل كولو له  خوښي لري۔ بردیف یلم یګمیروچ

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 10نومبر2016ء) د دفاع وفاقي وزير خواجه محمد آصف سره د تركمانستان د دفاع او قامي سلامتيا چارو وزير بردیف یلم یګمیروچ په مشرۍ كښې د لوړې كچې پلاوي د زيارت په ورځ ليدلي دي ۔ وفاقي وزیر خواجه محمد آصف د ترکمانستان پلاوي هركلے كولو سره د آزادۍ 25 كاله په ترسره كېدو پلاوي او د تركمانستان اولس له مباركي وركړه ۔ وفاقي وزیر ووئيل پاکستان ترکماستان ژورې اړيكې لري او سباٶن كښې د دې اړيكو لا مستحكمولو له ګامونه پورته كوي ۔

د ترکمانستان د دفاع وزیر بردیف یلم یګمیروچ په تاپي ګاز پائپ لائن منصوبې رڼا اچولو سره ووئيل تركمانستان خپل هېواد كښې د دې منصوبې په كار لاس پورې كړې۔ده ووئيل ترکمانستان ډېرې وسائل لري او ګاٶنډي هېوادونو او په خاص توګه پاكستان څخه په ګډه دې وسائلو نه استفاده كول غواړي۔ ده ووئيل ترکمانستان د افغانستا ن د لارې پاکستان كښې د رېل لائن ٬ د سړكونو جال او د برېښنا وركولو منصوبې پېل كولو له خوښي لري۔

د ترکمانستان د دفاع وزیر خواجه آصف ته ووئيل د هېواد وسله وال پوځ به په جنوري كال 2017 كښې د آزادۍ 25مه كليزه لمانځي او په دې لړ كښې د پاكستاني پوځ مرستې ته اړتيا ده۔ خواجه آصف ووئيل پاکستان ترکمانستان سره د دفاع پشمول بېلا بېلو څانګو كښې مرسته زياتول غواري او په خاص توګه د ترکمانستان وسله وال پوځ ته د ترهه ګرۍ په ضد تربيه وركول غواړي۔ په دې موقع دواړو مشرانو د پوځي او دفاعي مرستې ودې له د خپل عزم څرګندونه وكړه ۔د ترکمانستان د دفاع وزير د پاكستان خپل همڅنګ خواجه آصف ته د ترکمانستان دورې بلنه هم وركړه۔