په ټوله نړۍ كښې د ټاكنو كمپائن پھ مهال د بيانونو نوعيت او د پالېسۍ بيانونو په نوعيت كښې فرق وي۔

وزيراعظم محمد نواز شريف ډونلډ ټرمپ ته پھ كاميابۍ تر لاسه كولو د مباركي خط ليكلې پاكستان او امريكا د 7 لسيزو راهيسې نزدې همكاران دي او د سيمې لپاره په ګډه كار كوي٬سباؤن كښې به هم پھ ګډه كار كولې شي۔د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز شخصي ټي وي چينل سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 10نومبر2016ء) وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز وئېلي دي په ټوله نړۍ كښې د ټاكنو كمپائن پھ مهال د بيانونو نوعيت او د پالېسۍ بيانونو نوعيت تر مينځه فرق وي۔وزيراعظم محمد نواز شريف ډونلډ ټرمپ له پھ كاميابۍ تر لاسه كولو مباركي وركولو له خط ليكلے٬ چې پاكستان او امريكا د 7 لسيزو راهسې نزدې همكاران دي او د سيمې لپاره په ګډه كار كوي٬سباؤن كښې به هم پھ ګډه كار كول شي۔

د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ يو شخصي ټي وي چينل سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل مونږ د ډونلډ ټرمپ د ټاكنو د پلېټ فارم جاج اخستې دغسې چې شريك څيزونه ولټولې شي كومو كښې چې د ترهه ګرۍ مخ نيوي تر ټولو مهم دے ځكه چې دا د امريكې هم ترجيح ده او زمونږ هم۔ ده ووئېل پھ افغانستان كښې د ترهه ګرۍ لړۍ هم روانه ده په كومه چې قابو نه دې موندلې شوې٬مونږ غواړو چې افغانستان كښې امن وي او سياسي عمل مخ په وړاندې لاړ شي او سيمه پرمختګ وكړي۔

ده ووئيل د ډونلډ ټرمپ انتظاميې سره په ګډه كار كول غواړو۔د دې نه ځانله ډونلډ ټرمپ دا هم وئېلي وو كه ما ته موقع په لاس راغله نو د پاكستان او هند اړيكو ښه كولو له ثالثي كول غواړم او د كومې چې مونږ هركلے كوو۔ده ووئيل د پاك هند د تاؤ تريخوالي مهم سوب كشمير دے او تر څو چې د كشمير مسئله نه وي هواره شوې اړيكې ښې كېدې نه شي۔د يوې پوښټنې پھ ځواب ده ووئيل د پاكستان حكومت چې د عدم مداخلت كومه پالېسي جوړه كړی هغه وګړو ستائېلې ده.