ډونلډ ټرمپ په 276 الېکټورل ووټونو ترلاسه كولو د امريكې 45 م اولس مشر وټاكلې شو۔هېلري كلنټن په ټېلېفون هغه له مباركي وركړه

ډونلډ ټرمپ په 276 الېکټورل ووټونو ترلاسه كولو د امريكې 45 م اولس مشر وټاكلې شو۔هېلري كلنټن په ټېلېفون هغه له مباركي وركړه

واشنګټن(پاکستان نیوز پوائنٹ 9نومبر2016ء) د امريكا د مخالفې ډلې كانديد ډونلډ ټرمپ په 276 الېکټورل ووټونه ترلاسه كولو د امریکې 45 م اولس مشر ټاكلې شوې ٬ هغه د حکمران ډېموكرېټك ګوند كانديدې او پخوانۍ اولنۍ مېرمن هېلري ته ماتې وركولو سره په ټوله نړۍ او امريكا كښې رائې عامه او جائزې غلطې ثابتې كړې دي۔ هېلري 218 الېکټورل ووټونه ترلاسه كړي۔ د كاميابۍ ترلاسه كولو څخه وروستو ټرمپ هېلري كلنټن ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔

ده د خپلې كورنۍ او ملګرو ستائنه هم وكړه۔ ده ووئيل اولس د خپل روښانه سباؤن لپاره ووټونه اچولې ۔ ده ووئيل مخالفين به ځان سره روانوو او اختلافات به ختموو ۔ ټرمپ د خپل سياسي كېئرېر پېل د 1980ء لسيزې څخه كړې او د ريفارم ګوند او ډېموكرېټك ګوند غړے پاتې شوې او بيا دې په ریپبلکن ګوند كښې شامل شوے۔ ۔هېلري په ټېلېفون كولو هغه له مباركي وركړې ده.