سرګودها (پاکستان نیوز پوائنٹ 9نومبر2016ء) وزیراعظم محمد نواز شریف د هيواد خذمت لپاره د پاك فضائیه جذبه ستائلو سره وئيلې دي پاك فضائیه د هيواد دفاع له ښه کردار ترسره كړې دې۔ ده دا خبره د شورو په ورځ د فضائیه افسرانو او ځوانانو سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ وزيراعظم د پاك فضائیه جنګی مشقونو’’هائی مارك‘‘ څارنې له مصحف ایئربېس ته تللے ؤه۔
وزیراعظم د ایئرمېن ، سټاف، افسرانو او ځوانانو صلاحیتونه ستائلو سره هغوي له ’’هائی مارك‘‘ مشقونو په کامیابۍ مبارکي وركړ ۔ده ووئيل فضائی مشقونه چې د كوم اهدافو لپاره تر سره شوي ، هغه ترلاسه كړې شوي۔ ده ووئيل په پاك فضائیه قام وياړ لري ، پاك فضائیه د هيواد دفاع له د پاك پوځ او بحریه سره په ګډه كار كړې۔ وزیراعظم ووئيل پاك فضائیه’’ضرب عضب‘‘ عمليات كښې لوئ کامیابی ترلاسه كړي ۔
د دې عملياتو په نتيجه كښې د ترهه ګرو ملا ماته شوي۔ ده ووئيل د پاك فضائیه شاهین زمونږ وياړ دے ۔ دې نه وړاندې د پاك فضائیه مشر ایئرچیف مارشل سهیل امان او نورو اعلیٰ چارواكو ایئر بېس ته په رسيدو د وزیراعظم هركلې وكړو۔ هائی مارك مشقونو كښې د فضائیه د جنګی مهارت څرګندونه كېږي۔ پاك فضائیه ډلې وزیراعظم ته سلامی وركړه او وزیراعظم د پريد څارنه هم وكړه۔
په دې مهال د پاك فضائیه الوتكو وزیراعظم ته سلامی هم وكړه۔ وزیراعظم ته پاك فضائیه مشقونو’’هائی مارك‘‘ په اړه بریفنګ هم وركړې شو۔ دا مشقونه 4 كاله پس كېږي۔ د پاك فضائیه مشقونو’’هائی مارك‘‘ كښې اېف سوله ، جے اېف 17 تھنډر، اېف سیون میراج الوتكې برخه اخلي ۔ د مشقونو مقصد د پاك فضائیه پیشه وره صلاحیتونه زياتول دي۔ وزیراعظم د پاك فضائیه افسرانو او ځوانانو سره عكسونه هم جوړ كړه۔