سعودی عربستان كښې (نن ) د استسقا لمونځ كيږي

سعودی عربستان كښې (نن ) د استسقا لمونځ كيږي

ریاض (پاکستان نیوز پوائنٹ 9نومبر2016ء) د سعودی باچا شاہ سلمان په امر په ټول هېواد كښې (نن) د زيارت په ورځ د استسقا لمونځ ادا كولې شي۔ د عرب خبر رسنې ادارې تر مخه سعودي عربستان كښې د لږو بارانونو په سوب كال كښې څو وارې د استسقا لمونځ ادا كولې شي۔ د سعودي شاه سلمان د بارانو لپاره ټولو وګړو ته امر كړے چې هغوي د استسقی لمونځ وكړي او د خپلو ګناهونو معافي وغواړي او لوئے څښتن نه د رحمت باران وغواړي۔ دې سره سره بايد صدقات او خېراتونه هم وركړيِ دا خبره دې ښكاره وي چې د باران غوښتو لپاره دا لمونځ كول د نبي پاك (ص) نه ثابت دے.