د سندھ اسمبلۍ دوهمې سپيكرې شهلا رضا ته د دړكو خطونو ترلاسه كېدو غندنه كوم٬

د ترهه ګرۍ كركې او ويرې فضاﺀ پیدا كولو هڅه كونكو به نوغې ويستلې شي۔د وزيراعظم وياند ډاكټر مصدق ملك نجي ټي وي چينل سره خبرې

د سندھ اسمبلۍ دوهمې سپيكرې شهلا رضا ته د دړكو خطونو ترلاسه كېدو غندنه كوم٬
د ترهه ګرۍ كركې او ويرې فضاﺀ پیدا كولو هڅه كونكو به نوغې ويستلې شي۔د وزيراعظم وياند ډاكټر مصدق ملك نجي ټي وي چينل سره خبرې

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 8نومبر2016ء) د وزيراعظم وياند ډاكټر مصدق ملك وئېلي د سندھ اسمبلۍ دوهمې سپيكرې شهلا رضا په نښه كېدو او دې ته د دړكو خطونو ترلاسه كېدو غندنه كوم او دې ته باور وركوم چې د دې معاملې به پلټنې كولې شي او كوم كسان چې د ترهه ګرۍ كركې او ويرې فضاﺀ پیدا كولو هڅه كوي د دوي به نوغې ويستلې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې پھ ورځ د يو نجي ټي وي چينل يو پروګرام كښې خپلو خبرو كښې وكړه۔

ده ووئيل په مخالفه ډله كښې چې د صوبائيت كوم رنګ په نظر راځي دا د اندېښنې وړ دے۔ ده ووئيل زمونږ د لارښود محمد علي جناح تعلق سندھ سره وو او لياقت علي خان هم د سندھ وو۔زمونږ د فنانس سېكتر هم كراچۍ څخه دے۔دغسې زمونږ زياتره د پوځ سرلښكر د خېبرپښتونخوا څخه وو د اوسني تعلق پنجاب صوبې سره دے۔له دې كبله د صوبې په بنياد كوم اعتراضات پورته كول سم نه دي۔

د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل زما د علم مطابق د عامر رضا خان په سپيځلتيا نن هم څوك شك نه كوي او د جنرال ضياﺀ الحق په دور كښې چې كله ده ته د سوګند پورته كولو اووئېلې شو نو دې پھ هغه قاضيانو كښې وو چا چې سوګند پورته كولو څخه انكار كړې وو۔ده ووئيل كه نن اپوزيشن ته كوم اعتراضات وي نو هغه دې داخله وزارت ته ولېږي۔داخله وزير چوهدري نثار علي خان يو قابل سياستمدار دے۔وياند ووئيل پاكستان مسلم ليګ(ن)ته په خپلو ادارو باور دے په كومه اداره كښې چې كوم هم تن وي هغه د صوبې نه د خپلې ادارې نمائندګي كوي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل قانون سازي د پارلېمنټ كار دے او دا په پارلېمنټ كښې كېږي۔