حكومت هېواد كښې د فن او كلتور ودې له بشپړه پالېسي تياروي٬ د اطلاعاتو او خپرونو دوهم وزيره مريم اورنګزېب

حكومت هېواد كښې د فن او كلتور ودې له بشپړه پالېسي تياروي٬ د اطلاعاتو او خپرونو دوهم وزيره مريم اورنګزېب

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 8نومبر2016ء) د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي چې حكومت هېواد كښې د فن او كلتور ودې له بشپړه پالېسي تياروي٬فن د سماجي اقدارو او ټولنې ته د پیښو چېلنجونو رامخې ته كولو يوه غوره وسيله ده۔دې د نهې په ورځ نېشنل كونسل آف دي آرټس كښې د لوړې كچې غونډې مشري كوله۔ دوهمې وزيرې ووئيل حكومت دا پلېټ فارم ډېر مهم ګڼي ولې چې دا مونږ د دې جوګه كوي چې خپل سماجي شعور ته يو ځل بيا د شروع نه كتنه وكړو۔د دې پلېټ فارم مستحكم كولو لپاره حكومت هېواد كښې د فن او كلتور ودې لپاره نوې پالېسي جوړوي۔دې ووئيل د فن او كلتور په اړه به د قامي پالېسۍ جوړولو عمل په مهال ټولو قامي او سيمه ايزو فنكارانو سره مشاورت كولې شي۔