په ډېره مراد جمالي كښې د نامعلومو وسله والو په ډزو كښې دوه پوليس اهلكار مړه شوي

په ډېره مراد جمالي كښې د نامعلومو وسله والو په ډزو كښې دوه پوليس اهلكار مړه شوي

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 9نومبر2016ء) د بلوچستان په ډېره مراد جمالي كښې د نامعلومو وسله والو په ډزو كښې دوه پوليس اهلكار مړه شوي دي۔ د شخصي ټي وي راپور له مخې په ډېره مراد جمالي كښې نامعلومو وسله والو د پوليسو په ګزمه ډزې وكړې او په نتيجه كښې ئې دوه پوليس اهلكار سخت ژوبل شول كومو چې په روغتون كښې ساه وركړه۔ د پوليسو وياند د پېښې تصديق كولو سره وئيلي دي چې د تورنو نيولو لپاره چاپې وهل كېږي۔ د بلوچستان وزيراعلٰي نواب ثناالله زهري د پېښې په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره د پېښې راپور طلب كړے او هدايت ئې كړے چې تورن دې د قانون منګولو ته وسپارل شي۔