د پېښو ستونزو هواري لپاره دې اقبال خپل لارښود وګرځولې شي٬د اقبال(رح) تعليمات يوازې مونږ ته لارښودنه نه د وخت د ستونزو لرې كول هم ښائي۔د اولس مشر ممنون حسېن د شاعر مشرق علامه محمد اقبال(رح)د زېږون ورځې پھ موقع پیغام

د پېښو ستونزو هواري لپاره دې اقبال خپل لارښود وګرځولې شي٬د اقبال(رح) تعليمات يوازې مونږ ته لارښودنه نه د وخت د ستونزو لرې كول هم ښائي۔د اولس مشر ممنون حسېن د شاعر مشرق علامه محمد اقبال(رح)د زېږون ورځې پھ موقع پیغام

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 8نومبر2016ء) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د پېښو ستونزو هواري لپاره دې اقبال خپل لارښود وګرځولې شي او د اقبال(رح) تعليمات يوازې مونږ ته لارښونه نه بلكې د وخت د ستونزې لرې كول هم ښائې ۔ده دا خبرې د شاعر مشرق علامه محمد اقبال(رح)د زېږون ورځې پھ موقع په خپل پیغام كښې وكړې كومه چې نن د شورو په ورځ لمانځلې شي۔اولس مشر ووئيل نن سبا مونږ د شدت خوښۍ چې كومې ستونزې سره مخ يو د اقبال فكر د دې غوره علاج تجويز كوي بلكې زه ګڼم چې كه د دې ستونزو هواري له اقبال لارښود وګرځولې شي نو په نتيجه كښې به ئې د مسلمانانو په ضد كېدونكې منفي ډنډوره هم بې معنې شي۔

ده ووئيل د اقبال د فكر بنيادي نكته هم دا ده چې د مايوسۍ او بې عملۍ څخه خلاصې له غوره عمل خپل كړئ۔اولس مشر ووئېل اقبال غواړي چې خپل بوج په بل د اچولو په ځاې قام پخپله د خلاصې ګامونه پورته كړې او د دې عملي نمونه د قائداعظم(رح)په صورت زمونږ په وړاندې ده چې ورسره د پاكستان قيام ممكن شوے ۔اولس مشر ووئيل د شاعر مشرق٬مصور پاكستان علامه محمد اقبال 109مه د ولادت ورځ لمانځلو سره ما ته د نني پاكستان او د تېر وخت د هغه تصوير رامخې ته شوې كله چې حكيم الامت د غلامۍ پھ په ورځو كښې د خپل فكر په زور زمونږ په مړ شوي قام كښې نوې روح پوكلې وو۔

ده ووئيل د اقبال وخت ډېر جړونكې ؤ او يو خوا نيمه وچه د غلامۍ په تيارو كښې ډوبه وه او بل خوا د اسلامي نړۍ وضعه هم ښه نه وه۔ده ووئيل په دې پيچلي وخت كښې يوازې اقبال (رح) ؤ چا چې د نيمې وچې پشمول د ټولې نړۍ د ستونزو او د مايوسۍ د تيارو سمه تجزيه وكړه او د خپلې شاعرۍ د لارې ئې د اميد رڼا پېدا كړه ۔اولس مشر ووئيل د اقبال د خذماتو اعتراف يوازې اسلامي نړۍ نه بلكې لوېديز هم د هغه د فكر نه استفاده كړې۔

اولس مشر ووئېل علامه اقبال له قامونو له د نوي ژوند ولوله وركولونكې شاعر درجه وركړے كېدې شي۔اقبال دا مرتبه او مقبوليت په پراخا نظر او فكر له امله ترلاسه كړې۔اولس مشر ووئيل راځۍ جې لوظ وكړو چې د اقبال د فكر د رڼا نه به استفاده كوو او د خوږ وطن او د نړۍ ښكلا له به كومه بې غوري نه كوو۔(وا/ض ض/وس/1732)