پاكستان څخه 3 لكھه 71 زره 838 رجسټرډ افغانان خپل وطن ته ستانه شول

پاكستان څخه 3 لكھه 71 زره 838 رجسټرډ افغانان خپل وطن ته ستانه  شول

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 8نومبر2016ء) ټول پاكستان څخه 3 لكھه 71 زره 838 رجسټرډ افغانان خپل وطن ته ستانه شوي دې ۔ بېرته تلونكو كډوالو ته د كورنۍ په سر 4 سوه ډالرې وركولې شي۔ د نهې په ورځ د يو اېن اېچ سي آر استازې قېصر خان آفريدي اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل د روان كال په مهال په مجموعي توګه 3 لكھه 71 زره 838 رجسټرډ افغانان خپل وطن ته رسېدلې۔

د ګل په ورځ 5 زره 203 كسان بېرته تللي دي۔ ده ووئيل كوئټه څخه د افغان كډوالو بېرته تلو عمل تر 31 مارچ ځنډولې شوې۔ پیښور كښې به د يو اېن اېچ سي آر د بېرته تګ مركزونه تر 30 نومبر پرانستې ساتلې شي۔ ده ووئيل پاكستان كښې د رجسټرډ كډوالو د پاتې كېدو موده تر 31 مارچ 2017 پراخه كړې شوې۔ په دې مهال به دې كډوالو ته پاكستان كښې د استوګنې ټول حقونه ترلاسه وي۔ ده ووئيل رجسټرډ كډوالو ته د بېرته تللو په مهال د كورنۍ په سر 4 سوه ډالرې وركولې شي۔