د اسلام آباد نوې هوائي اډه به جدت لرونكې وي٬دې سره به په بيړه د پرمختګ كونكي پاكستاني هېواد تشخص لا په ډاګه شي۔

د وزيراعظم محمد نواز شريف د پي آئي اے او د ايوي اېشن چارو په اړه غونډې ته وېناوزيراعظم د پینډۍ څخه د اسلام آباد تر نوې هوائي اډې د لينك روډ تر مارچ 2017 جوړولو امر وكړو

د اسلام آباد نوې هوائي اډه به جدت لرونكې وي٬دې سره به په بيړه د پرمختګ كونكي پاكستاني هېواد تشخص لا په ډاګه شي۔
د وزيراعظم محمد نواز شريف د پي آئي اے او د ايوي اېشن چارو په اړه غونډې ته وېناوزيراعظم د پینډۍ څخه د اسلام آباد تر نوې هوائي اډې د لينك روډ تر مارچ 2017 جوړولو امر وكړو

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 8نومبر2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي د اسلام آباد نوې هوائي اډه به جدت لرونكې وي٬دې سره به په تندۍ سره د پرمختګ كونكي پاكستاني هېواد تشخص لا په ډاګه شي۔ده دا خبرې د نهې په ورځ وزيراعظم هاؤس كښې د پي آئي اے او د ايوي اېشن چارو په اړه غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔وزيراعظم د اسلام آباد په نوې هوائي اډه د كار د رفتار جاج واخست۔

وزيراعظم ته ووئيل شول د نوې هوائي اډې جوړولو كار روان دے۔وزيراعظم امر وكړو چې د پینډۍ نه د اسلام آباد تر نوې هوائي اډې دې د لينك روډ پروژه تر مارچ 2017 بشپړه كړې شي۔وزيراعظم نېنشل هائي وے اتهارټۍ ته امر وكړو چې د لينك روډ پروژې د كار او معيار دې د نړيوال معيار له مخې جاج واخستلې شي۔وزيراعظم د تېرو 6 مياشتو په مهال د قامي ايئر لائن د مجموعي كاركردګۍ جاج هم واخست۔

د پي آئي اے چيئرمېن ګډون كوونكو ته بشپړ برېفننګ وركړو او وې وئېل محصولات زيات شوې۔غونډې ته ووئيل شول د مسافرو شمېره په مجموعي توګه 26.7 فيصده زياته شوې او د ايئر لائن صلاحيت 17.3 فيصده زيات شوې۔د پي آئي اے هېواد كښې دننه ماركيټ زيات شوې۔د محصولات په حقله كارګو كاركردګي هم د اطمينان وړ ده ۔غونډې ته ووئيل شول د پي آئي اے بهرنيو هېوادونو ته پروازونه هم زيات شوې او په راتلونكو ورځو كښې به لا زيات شي۔

د اضافي الوتكو د روډ مېپ په اړه چيئرمېن ووئيل د الوتكو اوسنۍ شمېره 37 ده او تر مارچ 2018 به دا شمېره 50 ته ورسي۔د پي آئي اے نوو الوتكو ترلاسه كولو لپاره ايئر بس سره خبرې روانې دي او پي آئي اے په فضائي بېړۍ كښې د 7 لويو الوتكو شاملولو پلان لرو دغسې لس وړوې ا لوتكې به هم شاملولې شي۔وزيراعظم د علامه اقبال نړيوالې هوائي اډې لاهور د كار رفتار نه هم خبر كړې شو۔وزيراعظم يوه كمېټي هم جوړه كړه كومه به چې د پي آئي اے او سول ا يوي اېشن د بجټ ستونزې هواروي ۔كمېټي به په راتلونكو 15 ورځو كښې دننه تفصيلي وړاندېزونه وړاندې كوي۔(وا/ض ض/وس/1732)