پاك پوځ د بلوچستان په آواران ضلع كښې مشكئ ماډل وېلج كښې كورونه او دكانونه د كال 2013م په زلزله كښې بې كوره شوو ته وسپارل٬ دا پروژه يوازې په 6 مياشتو كښې ترسره كړې شوې ۔ آئي اېس پي آر

پاك پوځ د بلوچستان په آواران ضلع كښې مشكئ ماډل وېلج  كښې كورونه او دكانونه د كال 2013م په زلزله كښې بې كوره شوو ته وسپارل٬ دا پروژه يوازې په 6 مياشتو كښې ترسره كړې شوې ۔ آئي اېس پي آر

كرائسټ چرچ(پاکستان پوائنٹ نیوز19دسمبر 2018ء) پاك پوځ د بلوچستان په آواران ضلع كښې مشكئ ماډل وېلج جوړولو نه پس كورونه او دكانونه د كال 2013م په زلزله كښې بې كوره شوو كسانو ته سپارلې دي ٬ د مثالي كلي دا پروژه يوازې په 6 مياشتو كښې ترسره شوې٬ د دې ځائ اوسېدونكي به د ژوند ټولې بنيادې وسيلې ولري۔ د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې ﴿آئي اېس پي آر﴾ له مخې د بلوچستان په آواران ضلع كښې د مشكئي ماډل وېلج پروژه ترسره كړې شوې۔

د سدرن كمانډ كمانډر لېفټېننټ جنرال عاصم سليم باجوه د كورونو او دكانونو كنجېانې د كال 2013م زلزله ځپليو ته سپارلې دي ۔ دا مثالي كلي د سكول٬ ماركيټ او اوبو اسانۍ لري۔ د دې نه علاوه ماډل كلي ته د شمسي توان د لارې برېښنا وركړې شوې۔ ځائي خلقو امن او امان٬ استحكام او د سماجي او معاشي څانګې پرمختګ لپاره د پاك پوځ په هڅو د اطمينان څرګندونه كړې ده۔