د روسيې په تعليمي ادارو كښې د پاكستان زده كوونكو لپاره د سكالرشپس زياتولو جاج اخلو٬ د پاكستان او روسيې په دوه اړخيزه اړيكو كښې پرمختګ ډېر د اطمينان وړ دے۔ د روسيې قونصل ډائرېكټر آندرے جي فزيون

د روسيې په تعليمي ادارو كښې د پاكستان زده كوونكو لپاره د سكالرشپس زياتولو جاج اخلو٬ د پاكستان او روسيې په دوه اړخيزه اړيكو كښې پرمختګ ډېر د اطمينان وړ دے۔ د روسيې قونصل ډائرېكټر آندرے جي فزيون

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز19دسمبر 2018ء) په كراچې كښې د روسيې په قونصلېټ جنرل كښې د سائنس او كلتور قونصل ډائرېكټر آندرے جي فزيون وئيلي دي د روسيې په تعليمي ادارو كښې د پاكستان زده كوونكو لپاره د سكالرشپس زياتولو جاج اخلو٬ د پاكستان او روسيې په دوه اړخيزه اړيكو كښې پرمختګ ډېر د اطمينان وړ دے۔ ده دا خبرې تېره شپه په اسلام آباد كښې د روسيې په تعليمي ادارو كښې د زده كړو كوونكو پاكستانيانو لخوا د هغه په درنښت كښې جوړې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔

ده ووئيل روسيه پاكستان سره د تعليم او سائنس پشمول په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركول غواړي۔ ده ووئيل د روسيې حكومت هر كال د پاكستان زده كوونكو ته د ګرېجوېټ او پوسټ ګرېجوېټ په كچه 157 سكالر شپ وركوي خو د سكالر شپس وركولو طريقه د لوړو زده كړو كميسون وضع كوي۔ ده ووئيل د زيات پاكستانې زده كوونكې په روسيې كښې زده كړې كول غواړي ځكه پاكستانو زده كوونكو لپاره د سكالرشپس زياتولو جاج اخلو۔