د وسلې لائسنس جاری کولو جاج اخستلو لپاره کمېټی جوړه كړې شوې، علماء كرام، پارلماني غړو٬ د قانون نافذ کوونكو ادارو ریټائرډ كسانو او کاورباری كسانو لپاره د وسلې لائسنس وركولو ته پام لرنه كولې شي، د كورنيو چارو دوهم وزیر

د وسلې لائسنس جاری کولو جاج اخستلو لپاره کمېټی جوړه كړې شوې، علماء كرام، پارلماني غړو٬  د قانون نافذ کوونكو ادارو ریټائرډ كسانو او کاورباری كسانو لپاره د وسلې لائسنس وركولو ته پام لرنه كولې شي، د كورنيو چارو دوهم وزیر

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز19دسمبر 2018ء) د كورنيو چارو دوهم وزير شهریار آفریدی وئيلي دي د وسلې لائسنس جاری کولو په معامله د جاج اخستو لپاره کمېټی جوړه كړې شوې، علماء كرامو، پارلماني غړو او د قانون نافذ کوونكو ادارو ریټائرډ كسانو او کاورباری كسانو له د وسلې لائسنس جارې كولو ته پام لرنه كولې شي۔ د شورو په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د سید محمد علی شاہ جاموټ، مولا بخش چانډیو او سناتور نعمان وزیر د پوښتنو په ځواب ده ووئيل د وسلې لائسنس ختمولو پھ اړه د پخواني حکومت ستائنه كوم چې په دې حقله ئې كومه سمجھوته نه ده كړې۔

ده ووئيل د لائسنس جاری کولو معاملې جاج اخستلو له يوه کمېټی جوړه كړې شوې، د هغې د سفارشاتو په رڼا كښې به مخ په وړاندې ځوو او كوټلې پالیسی به جوړولې شي، ده ووئېل علماء كرامو، پارلماني غړو او د قانون نافذ کوونكو ادارو ریټائرډ كسانو او کاورباری كسانو له د وسلې لائسنس وركولو ته پام لرنه كولې شي۔ ده ووئيل د تيرو دوو كلونو په مهال د غیر ممنوعه بور 5486 او د ممنوعه بور څلور لائسنسونه جاری کړې شوي۔ ده ووئيل درہ آدم خیل، مردان، پېښور او نورو سيمو كښې چرته چې هم وسله جوړېږي، هغه ټوله وسله اوس اروپاﺀ او د امریکې منډيانو ته هم ځي او هغې څخه آمدن هم راځي٬ مونږ به هغه په قامی چوكاټ كښې شاملوو۔