د هند لخوا د اوبو بندول يا د سندھ طاس لوظ نامې په يو اړخيزه توګه ختمول به د لوظ نامې او نړيوال قوانين خلاف ورزي وي٬

دا ګام به د پاكستان په ضد جنګ ګڼلې شي۔ د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز قامي اسمبلۍ كښې د پام راګرځونې په نوټس د خيالاتو څرګندونه

د هند لخوا د اوبو بندول يا د سندھ طاس لوظ نامې په يو اړخيزه توګه ختمول به د لوظ نامې او نړيوال قوانين خلاف ورزي وي٬
دا ګام به د پاكستان په ضد جنګ ګڼلې شي۔ د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز قامي اسمبلۍ كښې د پام راګرځونې په نوټس د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 27ستمبر 2016ء) د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز وئېلي دي د هند د اړخه د اوبو جارحيت يا سندھ طاس لوظ نامه په يو اړخيزه توګه ختمول به د لوظ نامې او نړيوال قوانين خلاف ورزي وي٬داسې اقدام به د پاكستان په ضد جنګ ګڼلې شي٬هند د لوظ نامې ترمخه د پاكستان د برخې په اوبو رن آف ريور د برېښنا پروژې لګولې شي خو د دې اوبو ذخيره يا رخ بدلولې نه شي۔

ورلډ بانك په دې لوظ نامه كښې سهولت كار دے۔د نهې پھ ورځ قامي اسمبلۍ كښې ډاكټر شېرين مزاري او د نورو مقبوضه كشمير په اړه د هند په ناوړه رويه او د سندھ طاس لوظ نامې په يو اړخيزه توګه د معطل كولو دړكې پحقله د پام راګرځونې په نوټس سرتاج عزيز ووئيل په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په خلاف ورزيو د پاكستان د اړخه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې په بشپړه غږ پورته كولو هند يرېدلې او د پاكستان په ضد بې بنسټه ډنډورې كوي۔

ده ووئيل د سندھ طاس لوظ نامې تفصيلات څخه به هم ايوان خبرولې شي۔ده ووئيل د سندھ طاس لوظ نامې پاسداري د دواړو هېوادونو ذمه واري ده۔كه هند د اوبو بندولو هڅه وكړه نو دا به نه يوازې د لوظ نام خلاف ورزي بلكې د نړيوالو قوانين خلاف ورزي به هم وي۔ده ووئيل داسې اقدام به د پاكستان په ضد جنګ ګڼلې شي۔دا ډول اقدام د پاكستان معيشت ته د زيان رسولو هڅه ده۔ سرتاج عزيز ووئېل كه هند داسې وكړه نو مونږ دا معامله ملګرو ملتونو ته وړاندې كولې شو۔د شيرين مزاري د پوښتنې په ځواب ده ووئيل د سندھ طاس لوظ نامې سهولت كار نړيوال بانك دے٬مونږ به د سلامتي كونسل پنځو مستقلو غړيو سره هم په دې اړه خبره كوو۔