قامي اسمبلۍ د هند خارجه وزيرې عمومي اسمبلۍ كښې كشمير د هند آټوټ آنګ ګرځولو په ضد قرارداد منظور كړو۔

مخ په وړاندې د تللو يوازنۍ لاره خبرې كول دي٬بلوچستان د پاكستان برخه او كشمير يوه شخړيزه سيمه ده٬د هند جنګي جنون او په يو اړخيزه توګه د سندھ طاس لوظ نامې معطل كولو دړكې د سيمې امن او استحكام له ګټه ورې نه دي۔قامي اسمبلي

قامي اسمبلۍ د هند خارجه وزيرې عمومي اسمبلۍ كښې كشمير د هند آټوټ آنګ ګرځولو په ضد قرارداد منظور كړو۔
مخ په وړاندې د تللو يوازنۍ لاره خبرې كول دي٬بلوچستان د پاكستان برخه او كشمير يوه شخړيزه سيمه ده٬د هند جنګي جنون  او په يو اړخيزه توګه د سندھ طاس لوظ نامې معطل كولو دړكې د سيمې امن او استحكام له ګټه ورې نه دي۔قامي اسمبلي

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 27ستمبر 2016ء) قامي اسمبلۍ د هند خارجه وزيرې لخوا د د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې كشمير د هند آټوټ آنګ ګرځولو په ضد قرارداد منظور كړے او د هغې بيان ئې رد كولو سره وئېلي دي امن او پرمختګ تعلق د ښه ګاونډيتوب سره وي او د وړاندې تګ يوازنۍ لاره خبرې اترې كول دي٬ بلوچستان د پاكستان برخه او كشمير يوه شخړيزه سيمه ده٬د هند جنګي جنون او په يو اړخيزه توګه د سندھ طاس لوظ نامې معطل كولو دړكې د سيمې امن او استحكام له ګټه ورې نه دي۔

د نهې په ورځ نويد قمر د رولز معطل كولو نه پس متفقه قرارداد ايوان ته وړاندې كړو كوم كښې چې وئېلي شوي دا ايوان د هند د اړخه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې كشمير د هند آټوټ آنګ ګرځولو بيان رد كوي۔كشمير دا وخت هم د ملګرو ملتونو قراردادونو كښې شخړيزه سيمه ده٬ قرارداد كښې وئېلې شوي دا ايوان د هند د اړخه د بلوچستان په حقله د ډنډورې غندنه كوي٬بلوچستان د پاكستان برخه ده اوكشمير كوم چې هغوي خپل آټوټ آنګ ګرځوي يوه شخړيزه سيمه ده٬د دې دواړو موازنه سمه نه ده او هند دا اعتراف كوي چې مونږ پھ بلوچستان كښې فنډنګ او مرسته كوو۔

قرارداد كښې وئېلي شوي د مودي حكومت د دړكو يو تاريخ لري او هغه دا ګڼي چې پاكستان به د بې ګناه كشميريانو مرسته پرېږدي۔قرارداد كښې وئېلي شوي مونږ باور لرو چې د امن او پرمختګ انحصار د ګاونډيتوب په ښهو اړيكو وې او د مخ په وړاندې تللو يوازنۍ لار خبرې اترې كول دي۔قرارداد كښې وئېلي شوي هند د خپلو پالېسو او پاكستان كښې د ترهه ګرو مرسته او د هغوي فنډنګ تسليموي۔

د هند جنګي جنون او په يو اړخيزه توګه د سندھ طاس لوظ نامې معطل كولو دړكې د سيمې امن او استحكام له ګټه ورې نه دي۔سپيكر قرارداد ايوان ته وړاندې كړو كوم چې منظور كړی شو۔د دې نه وړاندې زاهد حامد ووئيل حكومت پخپله د دې قرارداد په جوړولو كښې شريك دے٬دا متفقه قرارداد دے او دا به نويد قمر وړاندې كوي۔نويد قمر ووئيل حكومت د دې قرارداد مهمه برخه دھ۔