قامي اسمبلۍ د دولتې ملازمانو په هاؤس بلډنګ اېډوانس د سود ختمولو قرارداد منظور كړو

سودي نظام ختمول آئيني غوښتنه ده٬ , حكومت دې ګامونه پورته كړي٬ملازمانو له دې الاؤنس د سود نه غېر وركړی شي او د ريكوري تګلار دې آسانه كړی شي۔د غړيو د اړخه د خيالاتو څرګندونه د 1978 څخه تر ګرېډ 15 ملازمانو نه په اېچ بي اے سود نه اخستې كېږي٬د ګرېډ 16 نه په پورته د 1983 څخه سود اخستلې كېږي ٬كه كوم ملازم پخپل جي پي فنډ اكاؤنټ سود اخلي نو د هغه څخه اخستلې كېږي۔د قانون وزير زاهد حامد

قامي اسمبلۍ د دولتې ملازمانو په هاؤس بلډنګ اېډوانس د سود ختمولو قرارداد منظور كړو
 سودي نظام ختمول آئيني غوښتنه  ده٬
حكومت دې ګامونه پورته  كړي٬ملازمانو له دې الاؤنس د سود نه غېر وركړی شي او د ريكوري تګلار دې آسانه كړی شي۔د غړيو د اړخه د خيالاتو څرګندونه د 1978 څخه تر ګرېډ 15 ملازمانو نه په اېچ بي اے سود نه اخستې كېږي٬د ګرېډ 16 نه په پورته د 1983 څخه سود اخستلې كېږي ٬كه كوم ملازم پخپل جي پي فنډ اكاؤنټ سود اخلي نو د هغه څخه اخستلې كېږي۔د قانون وزير زاهد حامد

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 27ستمبر 2016ء) قامي اسمبلۍ د دولتې ملازمانو په هاؤس بلډنګ اېډوانس د سود ختمولو قرارداد منظور كړے دے او د حكومت څخه ئې غوښتنه كړی چې د هېواد څخه د سودي نظام ختمولو لباره ګامونه پورته كړې شي ٬د نهې په ورځ پروين مسعود بهټي وفاقي ملازمانو له په وركړی شوې هاؤس بلډنګ اېډوانس د سود ختمولو په حقله په قرارداد بحث پیل كړو۔

پروين مسعود بهټي ووئيل كوم سركاري ملازم له چې قرض وركړې كېږي د هغې د قسطونو شمېره دې زياته كړی شي۔ميجر(ر)طاهر اقبال ووئيل سود اخستل او سود وركول د لوے څښتن سره جنګ دے٬غريبانان ملازمان دې د سود څخه وساتلې شي او د ريكوري تګلاره دې آسانه كړې شي۔شېراكبر خان ووئيل د سودي نظام ختمول يو آئيني تقاضه ده٬ملازمانو له دې الاؤنس د سود نه غېر وركړی شي۔

مولانا ګوهر شاه ووئيل پاكستان د اسلامي نظام او عدل وركولو لپاره جوړ شوې۔د اسلامي نظرياتي كونسل په سفارشاتو قانون سازۍ سره دا مسئله هوارېدې شي۔اياز سومرو ووئيل پاكستان كښې د غريبۍ شرحه زياته ده او وړو ملازمانو له دې د سود نه غېر قرض وركولو له كار وكړې شي ٬اولس ته دې آسانۍ وركړې شي۔نګهت پرين مهر ووئيل د لويو قرض دارو قرضې بخښلې كېږي٬غريب لږ قرض باندې سود وركوي۔

صاحبزاده طارق الله ووئيل پاكستان يو اسلامي هېواد دے او په آئين كښې ئې د سود ختمول شامل دي٬شريعت كورټ هم د دغې په ضد پريكړه كړې۔د سود ختمولو له دې اقدامات وكړې شي۔حاجي غلام احمد بلور ووئيل په هاؤس بلډنګ اېډوانس دې سود ختم كړی شي۔عائشه سيد ووئيل كه مونږ سود ختم كړو نو دې سره به د پارلمان مقصد ترسره شي۔مولانا امير زمان ووئيل كه مونږ سودي نظام ختم كړو نو د لوے څښتن د اړخه به نعمتونه نازل شي۔سپيكر قرارداد ايوان ته وړاندې كړو كوم چې په اكثريت سره منظور كړی شو۔