د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د چين سپيكر سره ژانګ ډي جيانګ سره ملاقات وكړو

د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د چين سپيكر سره ژانګ ډي جيانګ سره ملاقات وكړو

بيجنګ (پاکستان نیوز پوائنٹ 16ستمبر 2016ء) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د چين سپيكر سره ژانګ ډي جيانګ سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د پاكستان او چين د دوستې په لا قوي كولو او د اقتصادي مرستې او اقتصادي لارې پشممول د شريكې خوښې په نورو يو شمېر چارو خبرې وشوې۔ په دې موقع د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئيل چې چين يو عظيم هېواد دے او د پاكستان ازمائيل شوے ملګرے دے۔

مونږ په دې فخر كوو چې دا اړيكې او رشته د څو نسلونو ده۔ ده هيله څرګنده كړه چې د پارلماني پلاوو تګ راتګ سره به دا تاريخي اړيكې لا قوي شي۔ ده چينائي سپيكر په مقبوضه كشمير كښې د حالاتو نه هم خبر كړو او وې وئيل چې بايد دا مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې حل كړې شي۔ ژانګ ډي جيانګ د پاكستان او چين دوستې تر پاتې ستراتېژيكي شركت ګرځولو سره ووئيل چې چين به د پاكستان په پرمختګ كښې هر ډول ممكنه مرسته كوي۔

ده د مقبوضه كشمير په اړه د پاكستان په اوسني پوزيشن د باور څرګندونه وكړه۔ د دې نه پس د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د نېشنل پيپلز كانګرېس قائمه كمېټې وائس چيئرمېن شين يوئي يوئي لخوا د ده په اعزاز كښې د مېلمستيا په جوړه شوې دستوره كښې ګډون هم وكړو.