په پاكستان كښې د مېشته افغان كډوالو د ستنېدو لړې بيا پېل شوه٬ يو زر پنځه سوه رجسټرډ افغان كډوال هېواد ته ورسېدل

په پاكستان كښې د مېشته افغان كډوالو د ستنېدو لړې بيا پېل شوه٬ يو زر پنځه سوه رجسټرډ افغان كډوال هېواد ته ورسېدل

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 16ستمبر 2016ء) په پاكستان كښې د مېشته افغان كډوالو د ستنېدو لړې بيا پېل شوه او يو زر پنځه سوه رجسټرډ افغان كډوال هېواد ته ورسېدل۔ ستنېدونكو افغان كډوالو ته د يو كډوال په سر 400 ډالر وركول كېږي او د ملګرو ملتونو د كډوالو اداره په افغانستان كښې د دوي د خوراك بندوبست هم كوي۔ د يو اېن اېچ سي آر مېډيا ډائرېكټرې دونيا اسلم د جمعې په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې ووئيل چې د ستر اختر په مهال د دفترو بندېدو له امله د افغان كډوالو د ستنېدو عمل په عارضي توګه ودرېدلې و كوم چې د اختر د رخصتې ختمېدو نه پس به بيا پېل شوے۔

هغې ووئيل چې تېره ورځ يو زر پنځه سوه رجسټرډ افغان كډوال هېواد ته رسېدلي دي۔ هغې ووئيل چې افغانستان ته د رسېدو نه پس د كډوالو مرستې لپاره نړيوالې اېن جي او ګانې كار كوي او د ملګرو ملتونو د خوراك اداره هم د دوي مرسته كوي او د ماشومانو د تعليم او تربيې په اړه هم كار روان دے۔