د پېښور اېن اے فور ضمني ټاكنو كښې په 35 پولنګ سټېشنو كښې د الېكټرانك ووټنګ مشين لګولو پرېكړه

د پېښور اېن اے فور ضمني ټاكنو كښې په 35 پولنګ سټېشنو كښې د الېكټرانك ووټنګ مشين لګولو پرېكړه

پېښور (پاکستان نیوزپوائنٹ12اکتوبر2017ء) د ټاكنو كميسون د پېښور اېن اے فور ضمني ټاكنو كښې په 35 پولنګ سټېشنو كښې د الېكټرانك ووټنګ مشين لګولو پرېكړه كړې ده چې له مخې به ئې يوه راے په 20 دقيقو كښې وركولې شي۔ دا مشينونه به په تجرباتي بنيادونو چلولې شي چې دغسې غوره نتيجې ترلاسه كړې شي۔ د ټاكنو كميسون وئيلي دي د دې پائلټ ازموئنې تعلق د اېن اے فور ټاكنو سره نشته او نه به د دې نتيجې په دې ټاكنو كوم آغېز وكړي۔ دا يوازې يو تجرباتي مشق دے۔