پبلك اكاؤنټس كمېټې كليوالو سيمو ته د برېښنا وركولو پروژو او د نندي پور پاور پروژې په لګښت كښې د زياتوالې راپور وغوښت ٬ د ليسكو صارفينو د اوربلنګ په شكاياتو ذيلي كمېټې جوړه كړې شوه

پبلك اكاؤنټس كمېټې كليوالو سيمو ته د برېښنا وركولو پروژو او د نندي پور پاور پروژې په لګښت كښې د زياتوالې راپور وغوښت ٬ د ليسكو صارفينو د اوربلنګ په شكاياتو ذيلي كمېټې جوړه كړې شوه

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ12اکتوبر2017ء) پبلك اكاؤنټس كمېټې كليوالو سيمو ته د برېښنا وركولو پروژو او د نندي پور پاور پروژې په لګښت كښې د زياتوالې راپور غوښتې او د ليسكو صارفينو د اوربلنګ په ګيلو ذيلي كمېټې جوړه كړې شوې۔ د پبلك اكاؤنټس كمېټې غونډه د كمېټې چيئرمېن سيد خورشيد احمد شاه په مشرې كښې د پارلمان په ودانې كښې وشوه۔ په غونډه كښې د اوبو او برېښنا د وزارت آډټ او د نېسپاك د آډټ په راپور غور وكړے شو۔

پبلك اكاؤنټس كمېټې كليوالو سيمو ته د برېښنا وركولو د پروژو او د نندي پور پاور پروژې په لګښت كښې د زياتوالې راپور وغوښت او د ليسكو صارفينو د اوربلنګ په ګيلو ئې ذيلي كمېټې جوړه كړه چې په غړو كښې به ئې عاشق ګوپانګ٬ جاوېد اخلاص او صاحبزاده نذير سلطان شامل وي۔ ذيلي كمېټې به لاهور كښې غونډه كوي۔ په غونډه كښې په نورو چارو هم غور وكړې شو۔