د ټاكنو كميسون د انتخابي رولز كال 2017م منظوري وركړه

د ټاكنو كميسون د انتخابي رولز كال 2017م منظوري وركړه

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ12اکتوبر2017ء) د ټاكنو كميسون د انتخابي رولز كال 2017م منظوري وركړې ده ۔ د زيارت په ورځ د چيف الېكشن كمشنر جسټس ﴿ر﴾ سردار محمد رضا خان په مشرې كښې د كميسون مهمه غونډه وشوه۔ د ټاكنو كميسون چارواكو په 200 غونډو كښې انتخابي رولز ته حتمي شكل وركړے۔ د چيف الېكشن كمشنر په انتخابي رولز 2017م د افسرانو كاركردګي وستائله او هيله ئې څرګنده كړه چې ټولې ډلې به د دې ستائنه وكړي۔ د الېكشن اېكټ كال 2017م د سېكشن 239 له مخې د ټاكنو كميسون ته د رولز جوړولو اختيار وركړے و۔