په ټول هېواد كښې 12304 غېر روايتي بنيادي كميونټي سكولونه كار كوي۔ د تعليم د وفاقي وزارت چارواكو اے پي پي سره خبرې

په ټول هېواد كښې 12304 غېر روايتي بنيادي كميونټي سكولونه كار كوي۔ د تعليم د وفاقي وزارت چارواكو اے پي پي سره خبرې

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 22اگست 2016ء) په ټول هېواد كښې 12304 غېر روايتي بنيادي كميونټي سكولونه (بي اي سي اېس) كار كوي۔ د تعليم وزارت چارواكو اے پي پي سره په خبرو كښې ووئيل چې په پنجاب كښې 5687 بنيادي كميونټي سكولونه كار كوي او په سندھ كښې 1674 دغسې په خېبر پښتونخوا كښې 1399 او په بلوچستان كښې 607 غېر روايتي بنيادي كميونټي سكولونه كار كوي۔ چارواكو ووئيل چې په آزاد جمو كشمير كښې په كال 2013 كښې بنیادي کمیونټي سکولونه پرانستل شوي دي٬ په ګلګت بلتستان كښې 1425 او په اسلام آباد كښې 248 بنيادي كميونټي سكولونه كار كوي۔ د بنیادي کمیونټي سکولونو مقصد په لرې پرتو او كم پرمختلليو سيمو كښې زده كوٶنكو ته د پرائمري كچې تعليم وركول وو.