د پاکستان څخه د افغان كډوالو د ستنېدو لړۍ روانه ده٬ تېره ورځ 550 كورنۍ هېواد ته ستنې شوې

د پاکستان څخه د افغان كډوالو د ستنېدو لړۍ روانه ده٬ تېره ورځ 550 كورنۍ هېواد ته ستنې شوې

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 22اگست 2016ء) د پاکستان څخه د افغان كډوالو د ستنېدو لړۍ روانه ده٬ تېره ورځ 550 كورنۍ هېواد ته ستنې شوې دي ٬ هېواد ته د ستنېدونكو كسانو په سړي سر 400 ډالره وركولې شي او د ملګرو ملتونو د خوراك ادارې لخوا دوي ته وېړيا خوراك هم وركولې شي۔ د ګل په ورځ د سېفران وزارت وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې هېواد ته د ستنېدونكو كسانو په طورخم بارډر د بائیو مېټرك نظام د لارې فنګر پرنټس اخستلې شي دغسې چې ستنېدونكې كورنۍ پاكستان ته بيا داخلې نشي۔ تراوسه 58 زره 96 كورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي۔