د تربېلا فور د پراختيا منصوبې 67 فيصده كار بشپړ شو٬ پروژه به په مئي كال 2017 كښې سر ته ورسولې شي٬ د پروژې څخه به 1410 مېګاٶاټ اضافي برېښنا ترلاسه شي

د تربېلا فور د پراختيا منصوبې 67 فيصده كار بشپړ شو٬ پروژه به په مئي كال 2017 كښې سر ته ورسولې شي٬ د پروژې څخه به 1410 مېګاٶاټ اضافي برېښنا ترلاسه شي

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 22اگست 2016ء) د تربېلا فور د پراختيا منصوبې 67 فيصده كار بشپړ شوے۔ د اوبو او برېښنا وزارت ذريعو له مخې دا پروژه به په مئي كال 2017م كښې سر ته ورسولې شي چې له مخې به ئې 1410 مېګاٶاټ اضافي برېښنا ترلاسه شي او په منصوبه به 92 كروړه ډالره لګښت راځي۔ د دې څخه وړاندې دا منصوبه په كال 2018 كښې ترسره كول ٶ خو د وزیراعظم په امر د دې پروژې د كار رفتار تند كړے شوے او دا به راتلونكې ترسره كولې شي۔

دې منصوبه له 84 كروړه ډالره نړيوال بانك وركوي او د 8 كروړه ډالروانتظام به واپډا په خپله كوي۔ په پاور هاٶس كښې به د 370 مېګاٶاټ 3 جلا جلا يونټې لګولې شي چې له مخې به ئې د دې پېداواري استعداد د 3478 مېګاٶاټ نه 4888 مېګاٶاټ ته ورسي۔ د ذريعو له مخې د دې منصوبې څخه به په كلنه توګه 30 اربه 70 كروړه روپۍ ګټه ترلاسه شي۔