خضدار كښې ټرافېكي پیښه٬درې كسه مړه او 25 ژوبل

خضدار كښې ټرافېكي پیښه٬درې كسه مړه او 25 ژوبل

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 19اگست 2016ء) خضدار كښې په قامي ستره لاره د مسافرو بس پېښې سره مخ شوې چې پھ نتيجه كښې يې درې كسه مړه او 25 ژوبل شوي دي ۔پي ټي وي له مخې د بلوچستان په خضدار سيمه كښې په قامي ستره لاره د فشين څخه كراچۍ ته تلونكې د مسافرو بس پیښې سره مخ شوې چې په نتيجه كښې يې درې كسان مړه او 25 ژوبل شوي۔د رېسكيو له مخې په ژوبل شويو كښې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي كوم چې نزدې روغتون ته رسولې شوي۔د پوليس له مخې پېښه د تندرفتارۍ له امله رامخې ته شوې ده ۔