بلدياتي ټاكنو سره به د ټاكل شويو نمائندګانو د لارې د لاندې كچې مسئلې حل شي۔

د اولس مشر ممنون حسېن د اسلام آباد مېټرو پوليټن ترسېوري لاندې دستورې ته خطاب

بلدياتي ټاكنو سره به د ټاكل شويو نمائندګانو د لارې د لاندې كچې مسئلې حل شي۔
د اولس مشر ممنون حسېن د اسلام آباد مېټرو پوليټن ترسېوري لاندې دستورې ته خطاب

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 19اگست 2016ء) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي بلدياتي ټاكنو سره به د ټاكل شويو نمائندګانو د لارې د لاندې كچې مسئلې حل شي او دې سره به جمهوريت مضبوط شي۔ بلدياتي ټاكنو سره به د اولس په ژوند كښې ښكاره بدلون رامخې راشي۔ اولس مشر دا خبره د جمعې په ورځ د اسلام آباد مېټرو پوليټن ترسېوري لاندې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔

اولس مشر په دې مهال اسلام آباد كښې بلدياتي ټاكنو كښې ټاكل شويو نمائندګانو ته مباركي وركولو سره ووئيل دوئي بايد خپل فرض ايماندارۍ سره ترسره كړي او د قائد اعظم محمد علي جناح په قول ''کام ، کام او صرف کام'' ضرور عمل وكړي۔ ده ووئيل دې نمائندګانو ته بايد مباركي ځكه وركړې شي چې دوئي وفاقي پلازمينه كښې په اولني ځل ټاكلې شوې دي۔ اولس مشر ووئيل اسلام آباد د نړۍ په ښكلې پلازمينو كښې يو ښكلے ښار دے۔

ده په ټاكل شويو نمائندګانو زور راوړو چې هغوي دا ښار د يو ماډل ښار جوړولو له د يو مشن په توګه واخلي دغسې چې د دې ښكلا لا زياته شي۔ اولس مشر ووئيل بايد د اسلام آباد د زياتېدونكۍ ودانۍ مسائل په بېړني توګه حل كړې شي او اولس ته اسانۍ وركول باوري كړې شي۔ اولس مشر ووئيل د كچه ودانو جوړېدو سره ډېرې مسئلې رامخې ته كيږي د دې مقصد لپاره بايد غوره منصوبه بندي وكړې شي۔

اولس مشر ووئيل ټاكلې نمائندګان بايد د كرپشن ختمولو له خپل كردار ترسره كړي۔ اولس مشر د اسلام آباد مېټرو پولېټن کارپورېشن ټاكلي شوي ميئر شېخ انصر عزيز او نورو نمائندګانو ته د آزادۍ جشن په لړ كښې په راجوړې كړې شوې دستورې مباركي وركولو سره ووئيل داسې دستورو سره د قائداعظم په تعليماتو د عمل جذبه پېدا كيږي۔ (وا/وس/2108)